ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د ۱۷ ټولګټو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
25 Apr 2014 - 15:25
author avatar
25 Apr 2014 - 15:25

تالقان(پژواک،٥غويى٩٣):د تخار د کليو پراختيا او بيارغونې ادارې رييس وايي، چې په مرکز تالقانو او لسو ولسواليو کې يې د ۱۷ ټولګټو پروژو چارې پيل کړې.

انجنير راز محمد فيض د غويي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو پروژو کې د پلونو، استنادي ديوالونو، د ښوونځيو ودانۍ او کولتوري مجتمع شاملې دي.

فيض وايي، چې دغه پروژې د مرکز تالقانو په ګډون په بهارک،رستاق، خواجه بهاالدين، فرخار، چال، ورسج، درقد، چاه اب او نمک اب ولسواليو کې پلې کېږي.

دى زياتوي:((په بهارک کې ۱۶ ټولګيز ښوونځي، د رستاق ولسوالۍ د قلعه وکيل ګبيوني ديوال، د خواجه بهاالدين ښار ۱۶ ټولګيز ښوونځي، په فرخار کې د اوبو يو بند چې ۴ سوه کيلوواټه برښنا توليدوي، په چال کې کولتوي مجتمع ودانۍ، په مرکز تالقانو کې د خطايان د سيمې استنادي ديوال، دفرخار د خسده چمن استنادي ديوال، په ورسج ولسوالۍ کې د لخستان کلي ۱۳۰ متره استنادي ديوال، د درقد ښار محافظوي ديوال او د چاه اب ولسوالۍ د انجير سړک جوړونه ده.))

نوموړى وايي، چې دغه پروژې د جاپان هېواد، نړيوال بانک، هند او د افغانستان د پرمختيايي بوديجې پر مټ جوړېږي، چې لګښت يې څه باندې څلور ميليونه ډالرو ته رسېږي.

هغه وايي ، چې له دغو پروژو څخه به د سيمې څه باندې شل زره کورنۍ ګټه پورته کړي، چې په کاري بهير کې يې د سيمې لس زره کسانو ته د کار زمنيه برابرېږي.

دى وايي: ((د فرخار په يوخ کلي کې د يوه کانکريټي پول، د نمک اب ولسوالۍ د ده مرسلان د کلي د ۳،۲کيلومتره سړک جوړولو پروژه، د رستاق ولسوالۍ په سنګلي او سقابه سيمو کې د لس کيلومتره سړک او د يوڅلوېښت متره پول د جوړولو پروژه، د خواجه بهاالدين ولسوالۍ په خغل کلي کې د ۲۰ متره پول د جوړولو پروژه، د تالقانو په بودله سيمه کې د تالقانو پر سيند د يوه کېبلي پول د جوړولو پروژه.))

په همدې مهال د تخار يو اوسېدونکى حسيب وايي، چې په لرې پرتو سيمو کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، سړکونه نه لري، پاکو اوبو ته لاسرسي نه لري او کلينيکونه هم ورڅخه لرې دي، چې رسېدل ورته ګران دي.

نوموړي پژواک ته وويل، ددغو پروژو په بشپړېدوسره به په لسو ولسواليو کې د خلکو ستونزې يو څخه راکمې شي.

دده په وينا: ((خلک سړکونو، پاکو اوبو، کانالونو او پلونو ته اړتيا لري. که دغه پروژې په سمه توګه پلې شي لويه لاسته راوړنه ده.))

د تخار د کليو پراختيا او بيارغونې رييس وايي، چې ددغو ۱۷ پروژو له ډلې څخه ۲ يې له تېرکال پاتې دي او د ۱۵ نورو پروژو چارې په روان کال کې پيل شوې دي؛ چې په وينايې د روان کال تر پايه به يې چارې بشپړې  او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.