ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شنبې په ورځ د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلانېږي

د شنبې په ورځ د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلانېږي

author avatar
25 Apr 2014 - 16:30
د شنبې په ورځ د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلانېږي
author avatar
25 Apr 2014 - 16:30

کابل (پژواک،٥ غويى٩٣):د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د لومړنيو پايلو د بشپړ رپوټ د اعلان لپاره پوره چمتوالى لري.

ددغه کمېسيون وياندنورمحمد نور د غويي په ٥مه د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د شنبې په ورځ د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلانوي، چې د اعلان لپاره يې بشپړ چمتوالى نيولى او تخنيکي برخه يې پر دې کار کوي، چې د ولايتونو پر بنسټ د رايې د شمېرنې بشپړ  راپور ترتيب کړي.

نور وويل،تر دې دمه يې د ۱۷ سوو محلونو د تفتش چارې روانې دي او د ۷۶۹ محلونو د بيا شمېرنې چارې يې بشپړ شوې دي.

هغه وويل، د ټولو ولايتونو د پايلو فورمې مرکز ته رسېدلي او سيستم ته د داخلېدو په حال کې دي.

تراوسه لا جوته نه ده، چې ټاکنې دويم پړاو ته ځي او که نه ، خو د ټاکنو کمېسيون  وياندوايي،چې ياد کمېسيون د ټاکنو دويم پړاو ته بشپړ چمتوالي لري.

هغه وايي: (( د ټاکنو د لومړنيو  پايلو له اعلان وروسته که چېرې ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، نو د امنيت لپاره يې د يوې اوونۍ په موده کې امنيتي بنسټونه ګډه ناسته لري.))

د شنبې په ورځ د ټاکنو لومړنۍ پايلې په داسې حال کي اعلانېږي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پنجشنبې په ورځ د ټاکنو درېيمه برخه قسمي پايلې اعلان کړې، چې په هغو کې ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزى تر نورو مخکښ و.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.