کندهار(پژواک،٥غويى٩٣):د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې هغه ٣ وسله وال ونيول، چې ترهګريزو پېښو او هدفي وژنو کې يې لاس درلود.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتو له دفتره پژواک ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد کسان ددغه ولايت د ملي امنيت د منسوبينو له لوري نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نيول شوي کسان ددغه ولايت د بېلا بېلو ولسواليو اوسېدونکي دي ،چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ونيول شول.
سرچينه وايي، يادو درېيو کسانو د کندهار ولايت د ميوند او ژېړۍ ولسواليو په مربوطاتو کې يې د ملا ابراهيم د ترهګرېزې ډلې غړيتوب درلود او په يادو ولسواليو کې يې تخريبي او تروريستي فعاليتونه ترسره کول.
په خبرپاڼه کې يادونه شوې ، چې له دغو کسانو سره وسلې هم نيول شوې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن