شبرغان(پژواک،٥ غويى٩٣):په جوزجان ولايت کې د سختو سيلابونو له امله ٣٥ تنه مړه شوي او يو شمېر لادرکه دي.
چارواکي وايي، چې پلټونکې ډلې د لادرکه کسانو د پيدا کولو هڅې کوي .
ويل کېږي، چې دا سيلابونه ددغه ولايت پر مرکز شبرغا سربېره، په څو ولسواليو کې راوتلي دي.
ددې خبر نور جزييات به وروسته وړاندې شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن