ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي : په ميدان وردګو کې به  ۳۳۸ بېلابېلې پروژې پلې شي

والي : په ميدان وردګو کې به ۳۳۸ بېلابېلې پروژې پلې شي

author avatar
25 Apr 2014 - 11:33
والي : په ميدان وردګو کې به  ۳۳۸ بېلابېلې پروژې پلې شي
author avatar
25 Apr 2014 - 11:33

ميدانښار( پژواک،٥ غويى۹۳):د ميدان وردګو والي وايي،چې په روان کال کې به ۳۳۸ بېلابېلې پروژې پلې کړي.

والي عبدالمجيد خوږياڼى وايي، چې د ۱۳۹۳ کال په ترڅ کې به په دغه ولايت کې د نږدې شپږ ميليارده افغانيو په مالي لګښت ٣٣٨  پروژې پيل او ترسره شي .

خوږياڼي د غويي په ۴ پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې دغه  پروژې له مرکزي ادارو منظورې شوي او بوديجه يې هم ځانګړې شوې ده

د نوموړي په وينا، د يادو پروژو ټول لګښت ۵،۵ ميليارده افغانۍ کېږي،چې د ځينو پروژو چارې،چې په دغه کال کې به بشپړي نشي،راتلوونکي کال ته به يې چارې بشپړې شي .

هغه وايي ، چې په دغو پروژو کې د کرنې او کليو پراختيا سکتور کې ۱۴۴، د روغتيا او تغذيې سکتور کې ۶۳،پوهنې،فرهنګ،رسنيو او لوبو برخه کې ۳۸، دفاع او امنيت په برخه کې ۲۷، د طبعي زيرمو او سرچينو په برخه کې ۲۵ او پاتې نورې په بېلابېلو برخو کې ترسره کېږي .

والي عبدالمجيد خوږياڼي همدا راز وويل، تېرکال يې زيات شمېر پروژې ترلاسه کړې وې او دوى هم له ولسونو سره ژمنه کړې وه،چې يادې ټولې پروژې به پلي کړي، خو مرکزي ادارو ورسره لازمه همکاري ونکړه او له امله  يې ګڼ شمېر اهميت لرونکې پروژې پاتې شوې .

په همدې حال کې د سيداباد ولسوالۍ قومي مشر ډاکټرعالم  پژواک ته وويل، د يادو پروژو

له  پلي کولو وړاندې بايد چارواکي په دغه ولايت کې د امنيت په ټينګولوباندې کار وکړي .

نوموړی د غويي په ۵ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې اوس مهال د دوی په سيمو کې وسله وال طالبان په پراخه توګه فعاليت لري او امکان نشته،چې د بيارغونې پروژې دې د دوی په سيمو کې پلې شي .

د هغه په وينا، دولت ته پکارده،چې لومړی د يادو پروژو د پلي کولو په موخه د دغه ولايت په ټولو سيمو کې د امنيت په راوستولو باندې کار وکړي او له هغه وروسته دې پروژې پلې کړي .

د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي بيدار وردګ بيا دغه ولايت کې د هر ډول پروژو د پلي کېدو هرکلی وکړ ، خو غوښتنه يې وکړه،چې بايد د ولايت ټولو سيمو ته په يو نظر وکتل شي او په مرکز او ټولو ولسواليو کې په يو ډول پروژې ورکول شي.

هغه وايي، د دوی په ولسوالۍ کې هيڅ ډول  د بيارغونې کارونه نه دې ترسره شوي او لامل يې په دغې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې دي .

خو د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼی بيا وايي ،  يادې پروژې،چې د ولسونو په غوښتنه دوی د مرکزي ادارو له لوري منظورې او بوديجه يې ورته اخيستې، د پلي کولو لپاره يې بشپړ امنيتي تدابير ورته په پلان کې نيول شوي .

چارواکې وايي ، تېرکال يې په ميدان وردګو ولايت کې ۱۱۳۸بېلابېلې پروژې پلان کړې وې،چې په ترڅ کې يې ۲۷۰ پروژې پلې او د نورو کارونه يې د بېلابېلو لاملونو له امله وځنډيدل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.