ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې ١١وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

په غزني کې ١١وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
25 Apr 2014 - 12:45
په غزني کې ١١وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
25 Apr 2014 - 12:45

غزني(پژواک، ۵ غويى ۹۳) چارواکي وايي، چې په غزني ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې ۶ وسله وال وژل شوي ا پنځه نور ټپيان دي.

دغزني د والي وياند شفيق ننګ د غويي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار شپږ بجې وسله والو طالبانو دغزني اندړو ولسوالۍ دابراهيم خېلو په سيمه کې پر يوې امنيتې پوسته بريد وکړ او وروسته وسله واله نښته رامنځ ته شوه.

ننګ وايي، د نښتې پرمهال په سيمه کې نور ځايي پوليس هم د پېښې ځاى ته را ورسېدل او طالبان يې محاصره کړل.

د والي وياند په وينا، په دې نښته  کې ، چې درې ساعته يې دوام وکړ،٦وسله وال ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

هغه زياتوي، چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو دده په وينا، د وژل شوو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې دي

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ياده دې وې، چې تېره ورځ هم دغزني په اندړو ولسوالۍ کې د عملياتو او وسله والو نښتو په ترڅ کې د څو پاکستانيانو په ګډون  له شلو زياتو وسله والوته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.