ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان لومړنۍ سپوږمکۍ فعاله شوه

د افغانستان لومړنۍ سپوږمکۍ فعاله شوه

author avatar
26 Apr 2014 - 16:55
د افغانستان لومړنۍ سپوږمکۍ فعاله شوه
author avatar
26 Apr 2014 - 16:55

کابل (پژواک ٦ غويى ٩٣): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، چې “افغان سټ١” په نوم په افغانستان پورې اړوند لومړنۍ سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځاى پر ځاى شوه او ازمايښتي خپرونې يې پيل کړې.

دغه سپوږمکۍ (سټلايټ)، د هغه تړون له مخې، چې د ١٣٩٢ کال په سلواغه کې د مخابراتو وزارت او د يوتل ست (Eutelsat) په نوم د يوه بهرني شرکت تر منځ لاسليک شو، په فضا کې ځاى پر ځاى شوه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند نصرت رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې (افغان ست١) سټلايټ په بريا سره فضا کې ځاى پر ځاى او فعال شو او ازمايښتي خپرونې يې پيل کړې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به يې ولسمشر پرانيزي او په رسمي توګه به ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

هغه زياته کړه، چې دغه سټلايټ د تړون له لاسليکولو وروسته په هغه خاص ځاى کې چې په ختيځو ٤٨ درجو کې موقعيت لري، ځاى پر ځاى شوى دى.

د مخابراتو وزارت وايي، چې د دغه سټلايټ له نصبېدو سره د رسنيو په پوښښ کې د پام وړ پرمختګ راغلى، چې له دې لارې د افغانستان انځوريزې رسنۍ په منځنۍ اسيا، منځني ختيځ، ترکيې، سعودي عربستان، پاکستان او هند تر خپل پوښښ لاندې راولي.

رحيمي وويل، چې له دغه سټلايټ څخه په ګټه اخيستو د افغانستان د تلويزيونونو خپرونې به د افغانستان لرو پرتو سيمو کليو او بانډو ته هم پراختيا ورکړل شي، د تلويزيونونو د خپرونو کيفيت لوړېږي، د لرو پرتو سيمو د اړيکو ستونزې حلېږي او ترڅنګ يې د کليو، ولسواليو او ولايتونو تر منځ د حکومت د اړيکو د ټينګېدو سبب کېږي.  

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې، فضا ته د نوې سپوږمکۍ لېږل له ٢٠٠ څخه تر ٣٠٠ ميليونه ډالره لګښت راځي؛ خو دغه لګښت تر دې وړاندې په (افغان ست١) سپوږمکۍ  شوى او له پخوا څخه په فضا کې ځاى پر ځاى وه او يواځې د افغانستان موقعيت ته را لېږدول شوې ده.

د مخابراتو وزارت وايي، نږدې لس کاله کېږي، چې د غه سټلايټ په فضا کې موقعيت لري، چې هره سپوږمکۍ په فضا کې  لږ تر لږه ١٥ کاله عمر لري، چې اوس د افغانستان لپاره فعاله شوې.

د يادولو ده، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د افغانستان دويم سټلايټ (افغان ست٢) هم په فضا کې ځاى پر ځاى شي.

د مخابراتو وزارت د هغې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.