ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد د واليبال ملي لوبډلې د “دوستۍ جام” ترلاسه کړ

د هېواد د واليبال ملي لوبډلې د “دوستۍ جام” ترلاسه کړ

author avatar
26 Apr 2014 - 14:51
د هېواد د واليبال ملي لوبډلې د “دوستۍ جام” ترلاسه کړ
author avatar
26 Apr 2014 - 14:51

کابل (پژواک ٦ غويى ٩٣): د افغانستان د واليبال ملي ټېم، د تاجکستان هېواد د واليبال ټېم ته په خپله لومړنۍ دوستانه سيالۍ کې ماتې ورکړې او د “دوستۍ جام” يې پر خپل نوم کړ.

د هېواد ملي ټېم په دې لوبه کې، چې دوه ورځې وړاندې د کابل ملي المپيک کمېټې په جمنازيوم کې ترسره شوه، د تاجکستان هېواد لوبډلې ته درى پر صفر ماتې ورکړه.

د کابل په پوليتخنيک پوهنتون کې نن يو ځل بيا د دواړو لوبډلو تر منځ په دويمه لوبه کې، د هېواد لوبډلې د تاجکستان هېواد لوبډلې ته درى پر صفر ماتې ورکړه.

د واليبال د فدراسيون مشر محمديونس پوپلزي، د يادو سياليو د ترسره کولو موخه د واليبال د ورزشکارانو وده وبلله او په دې اړه يې پژواک خبري اژانس ته وويل: “ډېر خوشال يو، چې زموږ ملي ټېم د تاجکستان هېواد ټېم ته په دغو سياليو کې دوه ځلې ماتې ورکړه او د دوستۍ جام سياليو کپ يې پر خپل نوم کړ.”

هغه زياته کړه، دا لومړى ځل دى چې افغانستان د دا ډول لوبو کوربه توب کوي او په راتلونکي کې هم هوډ لري، څو د واليبال لوبغاړو د پرمختګ لپاره د نورو هېوادونو لوبغاړي هم افغانستان ته د راوبولي.

پوپلزي زياته کړه، د دې ډول لوبو ترسره کول د افغان لوبغاړو د مهارتونو په لوړولو کې ډېر اغېزناک رول لري.

د واليبال د ملي ټېم يوه غړي احمد سير، په دغو لوبو کې د افغان ملي لوبډلې برياليتوب يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، چې يادو لوبو ته يې بشپړ تيارى نيولى و.

هغه زياته کړه: “موږ د دې وړتيا لرو چې په نړيوالو سياليو کې هم ګډون وکړو او هېواد ته وياړ ورپه برخه کړو.”

د تاجکستان د ملي لوبډلې يوه لوبغاړي دولت دولت، د يادو سياليو په څرګندولو خوښي وښوده او ويې ويل: “د افغانستان ټېم ډېر تکړه ټېم دى او په دې ډېر خوښ يو، چې له افغان لوبډلې سره مو سيالي وکړه.”

هغه زياته کړه، دوى داسې فکره کاوه چې په خپل هېواد کې يې لوبه ترسره کوي.

د بدني روزنې مشر کرام الدين کرام، چې په لومړي پړاو سيالۍ کې يې ګډون درلود، د سولې په ټينګښت کې د يادو لوبو ترسره کول ډېر ارزښتمن وبلل او زياته يې کړه: “دا ډول سيالۍ د دې ښکارندوي کوي، چې افغانستان د سولې او ثبات پر لوري روان دى.”

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د دې ډول سياليو ترسره کول، د ورزش په برخه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو په پرمختګ کې مهم بللي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.