ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: معامله نه، يوځل بيا سيالي کوم

اشرف غني: معامله نه، يوځل بيا سيالي کوم

author avatar
27 Apr 2014 - 14:19
اشرف غني: معامله نه، يوځل بيا سيالي کوم
author avatar
27 Apr 2014 - 14:19

 کابل(پژواک، ٧ غويى ٩٣): د ټاکنو کمېسيون له خوا د لومړنيو پايلو له اعلان وروسته ډاکټر اشرف غني احمدزي د ولسمشرۍ ټاکنو په دويم پړاو کې د ګډون لپاره خپل چمتو والى څرګند کړ او  ويې ويل، چې د پردې تر شا هېڅ معاملې ته غاړه نه ږدي.

احمدزي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل،  په دې کې شک نشته، چې ټاکنې دويم پړاو  ته تللې دي، په دې برخه کې شک او ترديد درلودل د افغانستان ملي ثبات او مصالح تر پوښتنې لاندې راولي.

 احمدزي وويل:((د شکايتونو د څېړلو په صورت کې د دوو مخکښو کانديدانو تر منځ شته واټن څو چنده را غورځېدلى شي. خو همدا اعلان شوې شمېرې هم څرګندوي، چې ټاکنې په لومړي دور کې ګټونکى نه لري، دا به د قانون تر پښو لاندې کول وي، چې په لومړي دور کې د ټاکنو د ګټونکي په درلودو ټينګار وشي.))

 د افغانستان د ولسمشرۍ  ټاکنو د لومړنيو پايلو پر بنسټ، چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا اعلان شوې، دوه کانديدان ډاکټرعبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى په کې  تر ټولو مخکښ دي.

ددې پايلو پر بنسټ عبدالله عبدالله د ټولو رايو ٤٤،٩ او اشرف غني احمدزي ٣١،٥ سلنه رايې تر لاسه کړې دي.

اشرف غني وويل، چې شمېرل شوې رايې وروستۍ نه دي او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د شکايتونو د څېړلو په پايله کې د ټاکنو سلنه د بدلون وړ ده:(( پاکې رايې يواځې د ټاکنيزو شکايتونو او ټاکنو کمېسيونونو له پاتې اجرا اتو څخه وروسته ټاکل کېدلى شي.))

 اشرف غني احمدزي وويل، ده ته په صندوقونو کې اچول شوو رايو کې تقلب نشته او د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون څخه يې وغوښتل، چې تقلبي رايې باطلې اعلان کړي.

احمدزي په  خبرو کې خپل مخکښ سيال ډاکټرعبدالله عبدالله ته په اشارې سره له هغه څخه وغوښتل، چې د تقلب په برخه کې خپلو هغو خبرو ته ژمن پاتې شي، چې له ټاکنو څخه وړاندې يې کړې دي.

نوموړي زياته کړه:((که چېرته زموږ د رايو په صندوقونو کې يوه تقلبي يا تخلفي شته وي، نو موږ حاضر يو، چې په وياړ سره يې لرې وغورځوو، خو غوښتنه کوو، څو هغه نوماندان چې تخلف يې يواځينى سيال ګڼلو، همدا زموږ دريځ خپل کړي او د تقلبي او تخلفي رايو څخه دفاع ونه کړي.))

 احمدزي وويل، د خپلو پلويانو په غوښتنه غواړي، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې ګډون وکړي، نه دا چې دده په خبره ” د پردې تر شا معاملې” ته غاړه کېږدي.

دى وايي، چې له ده څخه يې د ملاتړ په برخه کې چاته د څوکۍ ژمنه نه ده ورکړې، خو د برياليتوب په صورت کې پراخه لمنى او ملي حکومت جوړوي، نه دا چې په خبره يې “سهامي شرکت” وي.

 احمدزي وويل:((د حذف او قچي په سياست سره دا ټاټوبى نه شو ابادولى، خو کولى شو، چې په تار او ستن سره دا ملت يو ځاى کړو.))

اشرف غني په ټاکنو کې پر خپلې بريا د باور تر څنګ وويل، که چېرته ټاکنې په روڼتيا سره تر سره شي او بل څوک بريالى شي، نو دى به لومړى کس وي، چې هغه ته به مبارکي ورکوي.

هغه هيله څرګنده کړه، چې ډاکټرعبدالله عبدالله او ټاکنيز ټيم دې په رسنيو کې په مفصلو بحثونو کې ګډون وکړي، څو د دواړو پروګرامونه  د افغانستان خلکو ته مشخص شي، چې څوک داصلاحاتو راوستلو وړتيا لري.

  نوموړي د ټاکنو په ترسره کېدو کې پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه وکړه،  چې خپل هغه کارکوونکي  دې له دندو لرې او عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني، چې په خپلو اړوندو مرکزونو کې يې په پراخه توګه تقلب کړى دى.

نوموړي د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون د رايو په ځينو  مرکزونو کې د پاڼو په کمښت او همدارنګه د پاکو او تقلب رايو د تفکيک نه پرته د پايلو د اعلان په برخه کې نيوکه وکړه او غوښتنه يې دا وه، چې د خپلو کړنو په اړه دې د افغانستان خلکو ته توضيحات ورکړي.

هغه زياته کړه:((روڼتيا او خپلواکي يو له بل سره دي، يو خپلواک کمېسيون، په خپلو اجرااتو کې خپلواک ، اړينه ده، چې د افغانستان ستر ملت ته حساب ورکوونکى وي او توضيح ورکړي.  زموږ د پرله پسې غوښتنو سره د رايو د تفکيک په برخه کې د پاکو رايو کلمه تر هغو پورې نه شي کارېدلى، چې څو ټول مدارج سر ته ونه رسېږي. 

 نوموړي همدارنګه له کمېسيون څخه وغوښتل، چې د ټاکنو په دويم دور کې د رايې ورکولو ټولو مرکزونو ته پوره راى پاڼې واستوي او د ټولو هغو رايه ورکوونکو تصويرونه واخلي، چې د رايې ورکولو محل ته ورځي.

اشرف غني احمدزي وويل، چې حکومتي چارواکو په ځينو سيمو کې په تقلب کې لاس درلود او له حکومت څخه يې وغوښتل، چې دا چارواکي دې د ټاکنو د دويم دور له تر سره کولو وړاندې له دندو لرې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې که چېرته حکومت دا کار ونه کړي، نو د ټاکنو په دويم پړاو کې به يو ځل بيا د درغليو زمينه مساعده شي.

خو هغه وويل، پر حکومت د لګېدلو تورونو سربېره هم ټاکنې په نسبتي بې پرېتوب ډول ترسره شوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.