ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوى درستيز: ملي اردو د ټاکنو دوهم پړاو ته بشپړ چمتووالى لري

author avatar
27 Apr 2014 - 20:18
author avatar
27 Apr 2014 - 20:18

کابل (پژواک٧ غويى ٩٣): د هېواد د ملي اردو لوى درستيز وايي، که چېرې ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي، نو ملي اردو هر ډول چمتووالي لري.

د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي امنيت د شورا دغه نوبتي ناسته، نن د ارګ په ماڼۍ کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ او د مشرتابه پلاوي او د ستردرستيز د قول اردوګانو د قوماندانانو په ګډون تر سره شوه.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي، له ولسمشر او د ملي ځواکونو د اعلى سرقوماندان له هر ډول بې پلوۍ مننه وکړه او د ملي اردو په ګډون د وسله والو ځواکونو پر وړتياوو يې خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د ملي اردو د وړتياوو او ظرفيتونو لوړل د دغه وزارت په لومړيتوب کې ځاى لري.

سرچينې وايي، ملي دفاع وزير له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليت د لېږد له لړۍ خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د يادې لړۍ څلور پړاوونه په ډېر برياليتوب سره بشپړ او همدارنګه پنځمه پروسه، چې د هېواد په سرحدي سيمو متمرکزه ده، په برياليتوب سره روانه ده.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې ناسته کې د ملي اردو لوى درستيز شېرمحمد کريمي، د ملي اردو د عملياتو د ظرفيت د کچې د لوړولو په اړه راپور وړاندې کړ.

هغه څرګنده کړه، که چېرې ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي، نو ملي اردو په ټولو برخو کې هر ډول احضارات او چمتووالى لري.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.