غزني(پژواک،٧غويى٩٣):په غزني ولايت کې د پولنډي پوځيانو ماموريت پاى ته ورسېد او امنيتي واګې يې افغان سرتېرو ته وسپارل شوې.
په دې تړاو د غويي په ٧مه په دغه ولايت کې ځانګړي مراسم ترسره شول، چې په کې د غزني د والي په ګډون ولايتي چارواکو هم برخه درلوده.
ددغو مراسمو پر مهال د غزني پر ښار د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوى يو راکټ هم ولګېده،خو چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده په دې غونډه کې وويل،وسله والو طالبانو په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په پلمه جکړه پيل کړې، خو دده په وينا ، نه پرېږدي، چې بهرنيان ووځي او واګې يې افغانان ترلاسه کړي.
اکبرزاده وويل: (( د جنګ ګټه نوروته رسيږي، طالبان بايد پر ځان پوه شي، چې دوى يواځې غلامان دي اوبس.))
والي په دې مراسمو کې له پولنډي ځواکونو مننه وکړه، چې دغلته يې د ماموريت پر مهال له ولايتي ادارې سره په ډېرو برخو کې مرستې کړې دي.
هغه وويل:((کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي بايد خپل پوځي تجهيزات افغان پوځيانو ته وسپاري.))
والي زياته کړه، چې له غزني څخه به د پولنډي پوځيانو له وتلو وروسته په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د پخوا په څېر عادي وي.
په غزني کې دپولندي ځواکونو قوماندان جنرال مارک وويل، په غزني کې يې د ماموريت له پيله تراوسه موخه دافغان پوځيانو روزنه ، په بېلابيلو برخو کې مرستې او د امنيت ساتنه وه.
جنرال مارک وويل:(( داسې نه ده، چې له غزني ولاړو، نو دا ولايت به هېر کړو، موږ به تر دې وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړو.))
په غزني کې د چټک غبرګون قوماندان لومړي څارن خان پاچا وويل، سرتېري يې کولاى شي په يواځې سر امنيت خوندي کړي.
ده وويل: (( موږ کولاى شوو د ټولو سيمو امنيت وساتو او زموږ دنده ده ، چې د خپلې خاورې امنيت خوندي کړو.))
ياده دې وي، چې په غزني کې د پولنډي پوځيانو ماموريت په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې دغه ولايت ته د ۲۶۰۰ سرتېرو په راتګ پيل شو .
پولنډ په افغانستان کې د پوځي ماموريت په پيل کې ٢٥٠٠ سرتېري رالېږلي وو، چې اوس يې يواځې ٩٦٨ پاتې دي او نور يې له افغانستانه وتلي دي.
په دغه ماموريت کې تراوسه د ياد هېواد ٣٨ تنه سرتېري وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن