ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د مالدارۍ وضعيت ښه شوى

په کندوز کې د مالدارۍ وضعيت ښه شوى

author avatar
27 Apr 2014 - 14:58
په کندوز کې د مالدارۍ وضعيت ښه شوى
author avatar
27 Apr 2014 - 14:58

 کندوز(پژواک، ٧ غويى ٩٣): که څه هم د کندوز ولايت د کرنې اومالدارۍ چارواکي د مالدارۍ د وضعيت له ښه والي خبر ورکوي، خو ځينې مال لرونکي د څارويو له مړينې او حيواني  ناروغيو ته د درملنې په برخه کې د نه لاسرسي په اړه اندېښنه څرګندوي.

چارواکي وايي، د څارويو د واکسينونو، د حيواني ناروغيو د پېژندنې مرکزونو او د واښو وېش په  برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو له بل هر وخت نه ددې ولايت د مالدارۍ په وضعيت کې ښه والى رامنځته کړى دى.

د کندوز د کرنې او مالدارۍ رييس محمدنبي رووفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسمهال په دې ولايت کې د يو ميليون وزو او پسونو په ګډون نږدې درې نيم ميليونه څاروي شته دي.

 هغه زياته کړه، چې تېر کال ژمى د مال لرونکو په زرګونو څاروي د يخنۍ له ګواښ سره مخ وو، خو دوى ورسره د ١٣٥ ټنه حيواني  خوړو  مرسته وکړه او څاروي يې په وخت سره  له مرګه وژغورل.

د ملي اردو سرتېرو هم تېر ژمى د کندوز د مرکز په ابدان دښته کې په واورو کې بند په زرګونو څاروي له شپنو سره يو ځاى وژغورل.

د کرنې رييس وايي، چې دې اقدام يې د څارويو د تلفاتو اندازه را ښکته کړې ده.

هغه وويل، چې تېر کال يې په کندوز کې د حيواني ناروغيو يو تشخيصيه لابراتوار د شمال ختيځ زون ( کندوز، بغلان، تخار او بدخشان) د مال لرونکو لپاره رامنځته کړ، چې د څارويو درملنه په کې وړيا ده.

د کندوز د کرنې رييس په خبره، پخوا به مال لرونکو خپل ناروغ څاروي د تشخيص لپاره کابل ته لېږدول، خو اوس دا امکانات په کندوز کې هم مساعد شوي دي او د ستونزو زغملو ته اړتيا نشته.

خو ځينې مال لرونکي بيا وايي، چې څاروي يې د ناروغيو له امله مري او د کرنې اداره ورسره مرسته نه کوي.

د ابدان دښتې يوه مال لرونکي رحمت الله کندهاري وويل، چې هر کال خپل څاروي دې دښتې ته راولي، خو کله چې په بېلابېلو ناروغيو اخته شي، نو بيايې درملنې ته لاسرسى نه لري.

هغه زياته کړه:(( هر کال مې تر شپږو اوو پورې پسونه  او وزې مري، درمل نه شته او زراعت مو هم په کيسه کې نه دى.))

دې مالدار زياته کړه، چې د نورو مال لرونکو په همکارۍ د کرنې ادارې ته ورغى، خو له څو ورځې پرله پسې ورتګ سربېره يې هم خپلو څارويو ته اړين درمل تر لاسه نه کړل.

د کندوز د کرنې رييس وويل، چې په پراخه کچه  واکسين او درمل يې په واک کې دي او د هر ډول حيواني ناروغۍ لپاره وقايوي تدابير هم لري، خو مال لرونکو د مرستې د ترلاسه کولو لپاره دې ادارې ته مراجعه نه ده کړې.

هغه زياته کړه:(( هر مال لرونکى چې مراجعه وکړي؛ نو د مالدارۍ او وترنرۍ په امريت کې پوره درمل او واکسين شته، چې موږ به يې ورکړو.))

د خان اباد ولسوالۍ يوه مال لرونکي نوراحمد وويل، چې څاروي يې په بروسلوز ناروغۍ اخته دي او يو په بل پسې مري، تر اوسه يې خپل ١٥ څاروي له لاسه ورکړي دي.

بروسلوز يو ډول مکروبي ناروغي او د هغو ناروغيو له ډلې څخه ده، چې د پسونو په وجود کې لړزه راولي او که درملنه يې ونه شي، نو مري.

دا ناروغي د ناجوش شويو شيدو، غوښې او د څارويو د پرنجي له لارې انسانانو ته هم سرايت کوي او په انسانانو کې د ملا او مفصلونو د درد او تبې سبب ګرځي.

نوراحمد وويل، که چېرته د کرنې اداره هر کال حيواني ضد واکسين پلي کړي، نو څاروي به يې له ناروغيو خوندي وي او کروندګرو ته به زيان نه رسېږي.

خو د کندوز د کرنې رييس وويل، چې د بروسلوز ناروغي په دې وروستيو کلونو کې مخ پر کمېدو ده او ورسره د هر ډول ناروغۍ د درملنې امکانات لري.

هغه زياته کړه، چې بروسلوز ناروغي ځانګړي واکسين لري، چې په وروستيو کلونو کې د کندوز په ګډون په ډېرو ولايتونو کې ټولو څارويو ته ورکړل شوي دي.

کندوز يو کرنيز ولايت دى، چې له اتيا سلنې زيات خلک يې په کرنه، مالدارۍ او بڼوالۍ بوخت دي. کروندګرو او بڼوالو تل غوښتنه کوله، چې دولت دې ددې  برخو پراختيا ته  غوره چوپړ وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.