ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان والي: پلې شوې بې کيفيته پروژې د له منځه تلو په حال کې دي

author avatar
28 Apr 2014 - 12:12
author avatar
28 Apr 2014 - 12:12

ترينکوټ(پژواک، ٨ غويى ٩٣):د اروزګان والي وايي، په دغه ولايت کې يو شمېر داسې پروژې پلې شوي، چې د خراب کيفيت له امله د خرابېدو په حال کې دي.

والي امان الله تيموري دا څرګندونې په ترينکوټ ښار کې د يوه جامع جومات د بنسټ ډبرې ايښودو پرمهال وکړې .

تيموري وويل، چې د ياد جومات چارې به په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.

نوموړي زياته کړه، دغه جومات به په يوه وخت کې د ٥٠٠ لمونځ کوونکو د ځاى کېدو ظرفيت ولري او شاوخوا ٣ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

والي وايي، چې په اروزګان کې يې د پروژو د نظارت په موخه يو پلاوى ټاکلى، چې ددغه جومات د جوړېدو چارې به  هم وڅاري.

دده په وينا:((بدبختانه په اروزګان کې د ځينو شرکتونو له لوري داسې پروژې پلې شوې دي، چې په لنډه موده کې بېرته له منځه تللي  او يا هم د له منځه تلو په حال کې دي.))  

په ورته مهال د اروزګان د ارشاد ، حج او اوقافو رييس مولوي حمدالله پژواک ته وويل، چې د ياد جومات د جوړونې مالي لګښت د ارشاد، حج  او اوقافو د وزرات له خوا ورکول کېږي.

 له دې مخکې د ياد ولايت د چورې ولسوال ويلي و، چې په دغې ولسوالۍ کې ځينو موسسو د پروژو په ناسم وېش سره قومي شخړې راپارولې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.