ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې څلور وسله وال طالبان او دوه پوليس ووژل شول

پکتيا کې څلور وسله وال طالبان او دوه پوليس ووژل شول

author avatar
28 Apr 2014 - 12:53
پکتيا کې څلور وسله وال طالبان او دوه پوليس ووژل شول
author avatar
28 Apr 2014 - 12:53

دويم تعقيب- ګردېز(پژواک،٨ غويى٩٣): د پکتيا ولايت چارواکي وايي، چې د ډنډپټان ولسوالۍ جګړه د٢ پوليسو او ٤ طالبانو په وژل کېدو پاى ته ورسېده.

د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ  دا جګړه نن سهار ٩ بجې پيل شوې وه او تر غرمې پورې يې دوام وکړ.

ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل د غويي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ د مقبل او ميري خېلو تر منځ سيمه کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ، چې وروسته نور ځواکونه هم سيمې ته ورسېدل .

هغه وايي، په دې نښته کې ٢ پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي او دغه راز  ٤ وسله وال   طالبان  وژل شوي او  يو زيات شمېر نور  ټپيان دي.

ده ددغو ټپيان شمېر په ډاګه نکړ.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د يادولو ده، چې د ډنډپټان ولسوالۍ د پولې هغه غاړه د پاړه چينار سيمې سره ګډه پوله لري، چې وخت ناوخته ترې وسله وال طالبان په ډېرې اسانۍ سره دې خوا رااوړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.