ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د اريانا هوايي شرکت په عوايدو کې ١٦ سلنه زياتوالى راغلى “

author avatar
29 Apr 2014 - 19:10
author avatar
29 Apr 2014 - 19:10

 کابل(پژواک، ٩ غويى ٩٣): د اريانا هوايي شرکت چارواکي وايي، چې ددې شرکت په عوايدو کې ١٦ سلنه زياتوالى راغلى، چې په سلو  کې ٢٩ د مسافرينو د شمېر اوچتوالى هم څرګندوي.

د اريانا هوايي شرکت رييس نصيراحمدحکيمي نن په يوه خبري غونډه کې وويل ، چې د ٢٠١٤ کال په لومړۍ ربع  کې دتېر کال د ورته وخت په پرتله ١٦ سلنه عوايد او ٢٩ سلنه د مسافرو شمېر زيات شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې په ورته خت کې  د خدمتونو وړاندې کول ، د الوتکو کارول، زماني پروګرامونه او د الوتکو مراقبت او څارنه له هغو نورو بدلونونو څخه دي، چې د اريانا هوايي شرکت کې رامنځته شوي دي.

 حکيمي وويل:((اريانا هوايي شرکت نه يواځې چې د تاوان او بوديجي کسر څخه وتلى، بلکې سږ کال په ګټه  کې روان دى او خورا ښه عوايد لري.))

د اريانا هوايي شرکت رييس څرګنده کړه، چې دې شرکت دوه کاله وړاندې ١٨ ميليونه او تېر کال په زيانونو کې د کمښت له امله نږدې څلورميليونه ډالر تاوان وکړ، چې سږ کال د کال په لومړۍ ربع  کې دا شمېره صفر ته غورځېدلې او د اريانا هوايي شرکت پرځان بسياينې ته رسېدلى دى.

نوموړي ددې ټکي د څرګندولو تر څنګ چې اريانا هوايي شرکت په تېرو ١٣ کلونو کې توانېدلى، چې پر ځان بسيا شي ، زياته کړه، چې اريانا هوايي شرکت له کوم څخه د څه مرستې او سبسايډي له تر لاسه کولو پرته د پر ځان بسياينې پر لور ګام اېښى دى.

 د اريانا هوايي شرکت د رييس په باور، پر ځان بسيا کېدو ته تګ يادول اسانه ده، خو کله يې چې شاليد ته وګورو، نو يوه ستره ننګونه ده، اريانا د دوو ډبرو په منځ کې اوړه کېږي، لومړۍ ډبره سخته سيالي ده، چې زموږ په مارکېټ او هوايي ډګرونو کې شته.

هغه زياته کړه، چې اريانا شرکت د الوتکو پر سيالۍ سربېره په افغانستان کې هېڅ ډول اندېښنه او کمى نه لري، خو په څنګ کې يې خپلې کورنۍ ستونزې او ننګونې لري.

حکيمي د اريانا هوايي شرکت د کورنيو ستونزو او همدارنګه حکومتي والي په اړه خبريالانو ته وويل:((د ډېر کليشه يي او کلاسيک سيسټم تر چتر لاندې او همدارنګه د ډېرو پېچلو اوږد مهاله دولتي پروسيجرونو په تعقيبولو سره اريانا شرکت بياهم توانېدلى، چې ددې دوو ستونزو په منځ کې پر ځان بساينې ته ورسېږي.))

حکيمي د اريانا په جوړښت کې د ځينو بدلونونو يادونه هم وکړه او زياته يې کړه، يو وخت اريانا دوه الوتکې درلودې، چې ١٧٠٠کسانو په کې کار کاوه.

نوموړي زياته کړه، چې دوى د ريفورم او همدارنګه  له نوي مارکېټ څخه  د ځوان نسل د ګومارنې په برخه کې د سياليو د ازاد سيسټم  له رامنځته کولو سره تواندلي، چې  زوړ  سيسټم له منځه يوسي او مډرن سيسټم رامنځته کړي.

د اريانا هوايي شرکت دمديره پلاوي رييس ډاکټر مصطفى مستور په دې خبري غونډه کې وويل، چې د شرکت لپاره د بوديجې سيسټم د اريانا په ٢٣ کلن تاريخ کې عملي شو.

هغه زياته کړه، چې د تېرو کلونو تفتيش او بېلانس ورکړه تر ١٣٩٢ کال پورې د لومړي ځل لپاره په اريانا کې رامنځته شوه او د پلور نوى سيسټم( اريانانټ) جوړ شو، چې له لارې يې کولى شو، له ٥٠٠ زياتې نمايندګۍ په هېواد د ننه او بهر کې رامنځته او له هر ډول احتمالي فساد څخه په يوه وخت کې کنټرول کړي.

نوموړي زياته کړه، چې اريانا هوايي شرکت د روان زېږديز کال په لومړۍ ربع کې د اريانا د پلور عوايد   ٧٤٧ ميليونه افغانۍ و، چې په ورته وخت کې تېر کال دا شمېره نږدې ٦٨٠ميليونه افغانۍ وه ، چې له ١٥ څخه تر ١٧ سلنې غوره ده.

د اريانا هوايي شرکت د مديره پلاوي رييس وويل، چې دوى له يوه معتبر هوايي شرکت سره د خبرو په حال کې دي، او پلان لري، چې خپلې الوتنې د مې مياشتې په وروستيو کې اروپا ته پيل کړي ، په اونۍ کې به تر شپږو پورې الوتنې ولري او همدارنګه د چين الوتنې به هم بېرته پيل کړي.

د اريانا هوايي شرکت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان ملي دفاع وزارت دوه بوينګ ٢٠٠ – ٧٢٧ الوتکې د اريانا هوايي شرکت څخه د يوه قرار داد له مخې د حفظ او مراقبت او د الوتکو د عملياتو لپاره پېرلې، چې عوايد به يې د اريانا هوايي شرکت د نورو الوتکو د پېرلو لپاره په راتلونکې کې وکارېږي.

په دې خپرپاڼه کې راغلي، د ټولو هغو الوتکو، چې د افغانستان په هوايي ډګرونو کې الوت کوي،  د ځمکنيو خدمتونو تر سره کولو  (Ground Handling) امتياز يې د وزيرانو شورا له خوا د مسافرينو د لېږد په برخه کې د اريانا د شپږ لسيزې خدمتونو له امله دې ملي بنسټ ته ورکول کېږي.

اريانا هوايي شرکت په ١٣٣٣ لمريز کال کې رامنځته شوى، چې له هېواده بهر اوو او په کور دننه ٢ ښارونو ته الوتنې لري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.