ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو ترمنځ د جګړې له وېرې د نازيانو سلګونه کورنيو کډې کړې

د طالبانو ترمنځ د جګړې له وېرې د نازيانو سلګونه کورنيو کډې کړې

author avatar
30 Apr 2014 - 11:41
د طالبانو ترمنځ د جګړې له وېرې د نازيانو سلګونه کورنيو کډې کړې
author avatar
30 Apr 2014 - 11:41

جلال اباد (پژواک ١٠ غويى ٩٣): د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د افغاني او پاکستاني طالبانو تر منځ د پرله پسې نښتو له امله شاوخوا ١٤٠٠ کورنۍ کډې کولو ته مجبورې شوې دي.

د نازيانو ولسوال عيسى خان عمر د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څو ورځو راهيسې د دې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د دوو ډلو، لشکر اسلام او اسلامي امارت د وسله والو تر منځ جګړه روانه ده او دواړه خواوې يو بل ته په مورچو کې ناستې دي.

ده زياته کړه: ((خلک د جګړو او نښتو له وېرې کورونو پرېښودو ته اړ شوي او ګڼ شمېر خلک نورو سيمو ته کډوال شوې دي.))

دى زياتوي چې وسله والو ډلو د سيمې اوسېدونکو ته په خپله د کورونو د پرېښودو ويلي او هم يې ورته ويلي که چېرې عام وګړي په نښته کې زيانمن شي نو دوى به په کې پړه نه وي.

ولسوال وويل: ((دغه سيمه د ډيورنډ پولې پورې غاړه د خيبر ايجنسۍ له تيرا او باړې سره نښتې سيمه ده، دغلته د امنيتي ځواکونو تګ ستونزمن دى.))

د ده په خبره چې په دې څو ورځو کې له ١٤٠٠ کورنيو ډېرې کورنۍ نږدې ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو ته کډې شوې دي.

نوموړي له راکډه شوو کورنيو سره د مرستې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې ياد خلک اوس په ډېر ستونزمن حالت کې دي.

د دې ولسوالۍ يو قومي مشر ملک حاجي خان رسول هم تاييدوي چې د دوو وسله والو ډلو تر منځ نښته رامنځته شوې او د نازيانو ولسونه کډې کولو ته اړ شوي دي.

دى وايي چې د وسله والو طالبانو يوه ډله چې امارت نومېږي او بله ډله يې لشکر اسلام نومېږي چې مشري يې د منګل باغ په نوم يو شخص کوي.

ده زياته کړه: ((په سلګونه کورنۍ مارکوه او نورو شاوخوا سيمو ته راکډه شوي او که چېرې د دې ستونزې مخه ونه نيول شي نو مشکل به زيات شي.))

دى وايي چې د نازيانو ولسوالۍ دا مهال په څو برخو وېشل شوې په يوې برخه کې يې د حکومت، په بله برخه کې د امارت ډلې او په يوه برخه يې د لشکر اسلام ډلې واکمني حاکمه ده.

له نازيانو ولسوالۍ بېځايه شوى ګل پاچا وايي چې د وسله والو له وېرې يې خپل کورونه پرېيښي او دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((وسله والو اعلان کړى و چې بيا جکړه شروع کېږي او ټول خلک بايد خبر وي.))

دى وايي چې دغه سيمه له پاکستان سره ګډه پوله لري او وسله وال هم د پاکستان خلک دي، هغوى ورته پيسې ورکوي او دلته په افغانستان کې جګړې کوي.

د نوموړي په وينا، څاروي او کورونه ترې پاتې شوي او له خپلو ماشومانو سره را کوچېدلي، خو پر دولت يې غږ وکړ، چې پر خوراکي توکو سربېره ورسره د نورو توکو مرسته هم ترسره کړي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي چې د ننګرهار د والي په سپارښتنه يو ګډ پلاوى ټاکل شوى چې معلومه کړي څومره کورنۍ کډې شوې او کومو لومړنيو توکو ته اړتيا لري.

دى وايي: ((په دې برخه کې به ولايتي اداره کوټلي ګامونه اخلي او په نږدې وخت کې به ستونزه حل شي.))

ده زياته کړه، امنيې قوماندانۍ ويلي چې په سيمه کې اوس هېڅ مشکل نشته او يوازې د ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو خلک د وسله والو له لوري ګواښل شوي وو او له دې وېرې يې کډې کړې وې.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک اژانس ته وويل، دوى ته خبر ورکړل شوى او يو ګډ پلاوى يې سيمې ته لېږلى دى.

نوموړى وايي چې دوى د لومړنيو توکو د مرستې لپاره خپل چمتووالى نيسي او له کډوالو سره به خپله مرسته وکړي.

ياده دې وي چې نازيان د ننګرهار يوه له هغو ناامنو سرحدي ولسواليو ده چې وخت ناوخت ورته پاکستاني طالبان را اوړي او ورانکار فعاليتونه ترسره کوي. يو شمېر چارواکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې وسله وال د پاکستان د څارګرې ادارې له لوري تمويلېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.