ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان لپاره د طالبانو والي ټپي شوى

د بدخشان لپاره د طالبانو والي ټپي شوى

author avatar
1 May 2014 - 10:53
د بدخشان لپاره د طالبانو والي ټپي شوى
author avatar
1 May 2014 - 10:53

فيض اباد (پژواک ١١ غويى ٩٣): په بدخشان ولايت کې د يوه قوماندان په ګډون اته وسله وال مخالفين وژل شوي او د دغه ولايت لپاره د طالبانو د والي په ګډون څلور تنه ټپيان شوي دي.

د بدخشان د والي وياند احمد نوين فروتن وايي، وسله والو طالبانو تېر مازديګر د وردوج ولسوالۍ په تيرګران کلي کې د سرحدي پوليسو پر پوستو بريد کړى و، چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ځوابي بريد کې اته وسله وال  مخالفين له منځه تللي، چې د ملاحافظ په نوم يو قوماندان هم په کې شامل دى.

فروتن زياته کړه، په دې نښته کې، چې د نن ورځې تر سهاره هم خال خال روانه وه، د طالبانو د نومول شوي والي قاري فصيح الدين په ګډون څلور نور وسله وال مخالفين هم ټپيان شوي دي.

د والي وياند وايي، چې د بدخشان له مرکز فيض اباد څخه د ملي پوليسو، عامه نظم او ملي اردو په ګډون مرستندوى ځواکونه سيمې ته استول شوي دي.

د تيرګران د ګاونډي کلي اوسېدونکي عبدالصمد وويل، چې نښته اوس هم روانه ده د ده په وينا، که څه هم خلکو ته زيان نه دى رسېدلى، خو يادې نښتې اندېښمن کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د وردوج ولسوالۍ سره د دوى د کلي نښلوونکې لارې د نښتې  د  دوام  له امله بندې شوې دي.

عبدالصمد، چې په کرکيله بوخت دى، زياتوي، نښته د خلکو پر کرنه هم ناوړه اغېز کوي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دغه بريد کې يې د سرحدي پوليسو لس امنيتي پوستې نيولي او تر څنګ يې رييس ارکان خليل او د اربکيانو قوماندان جليل هم له لسګونو دولتي ځواکونو سره ژوندي نيولي دي.

نوموړي د پنځو طالبانو وژل کېدل او د اتو نورو کسانو ټپي کېدل منلي.

خو ذبيح الله مجاهد د خپل والي ټپي کېدل ردوي.

د ويلو ده، چې تېره اونۍ درې وسله وال مخالفين او يو سيمه ييز پوليس د وردوج ولسوالۍ د نښتې په جريان کې ووژل شول او اوه نور مخالفين د اميرمحمد په نوم د خپل قوماندان په ګډون نيول شوي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.