ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سېلابونو له امله  د تلفاتو شمېر ١٦٥ تنو ته لوړ شو

د سېلابونو له امله د تلفاتو شمېر ١٦٥ تنو ته لوړ شو

author avatar
1 May 2014 - 18:45
د سېلابونو له امله  د تلفاتو شمېر ١٦٥ تنو ته لوړ شو
author avatar
1 May 2014 - 18:45

کابل (پژواک ١١ غويى ٩٣): له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وايي، چې وروستيو سېلابونو په يو شمېر ولايتونو کې د مالي زيان ترڅنګ شاوخوا ١٦٥ تنه وژلي دي.

د دې ادارې مرستيال محمداسلم سياس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مرګ ژوبله په فارياب، جوزجان، سرپل او بادغيس ولايتونو کې رامنځته شوې، چې ډېرى تلفات يې په فارياب او جوزجان ولايتونو کې اړولي دي.

په جوزجان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ٧٠ تنو او دغه راز په فارياب کې هم ٤٠ کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.

له طبيعې پېښو سره د چمتووالي ملي ادارې مرستيال زياته کړه، چې لسګونه نور کسان د دغو سېلابونو له امله ټپيان شوي او د دې ترڅنګ دوه زره کورونه او له دوه زره جريبه ډېره کرنيزه ځمکه او سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

هغه زياته کړه، چې دولت له هر ولايت سره د شل ټنه اوړو او ١٠ ټنه وريجو مرسته کړې ده، چې په دغو ولايتونو کې د اړوند چارواکو له لوري يې د وېشلو لړۍ روانه ده.

سياس وويل، له هغه کورنيو سره چې خپل کورونه يې له لاسه ورکړي، له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې او غير دولتي موسسو له لوري ټولټال ٣٠ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته، خوراکي توکي، د پخلنځي سيټونه، خېمې، کمپلې او د لومړنيو خوراکي توکو کڅوړې مرسته شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سېلاب ځپلو ولايتونو چارواکو له دې وړاندې د مړينې شمېر ١٣٥ تنه ښودلى و او ويلي يې وو، چې له دې پرته لسګونه نور لادرکه دي او د مرګ ژوبلې د لوړېدو امکان شته دى.

په يو شمېر سيمو کې خټې دومره زياتې دي، چې پرون د خواجه دوکوه په ولسوالۍکې په خټو کې درې مړي تر سترګو شوي، خو د ملي دفاع وزارت چورلکې د ياو مړو په رايستو نه دې بريالي شوي او بېرته يې الوتنې کړې دي.

خو سيمه ييز چارواکي بيا د سېلابونو زيانونه ډېر بولي او وايي، چې په دغو ولايتونو کې زرګونه کورونه ويجاړ او زرګونه اوسېدونکي يې نورو ځايونو ته کډه شوي، چې په ډېرو ناوړه حالاتو کې شپې ورځې تېروي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د سېلابونو په پايله کې پر اوښتې مرګ ژوبلې خپګان څرګند کړى او تېره اونۍ يې د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي په مشرۍ يو پلاوى فارياب، جوزجان او سرپل ولايتونو ته استولى او له سېلاب ځپلو سره يې د هر ډول مرستې ژمنه کړې ده.

له سېلاب ځپلو کورنيو سره د خلکو د مرستو ترڅنګ، دولت، غير دولتي موسسو او د جاپان هېواد هم د مرستو اعلانونه کړي او ويلي يې دي، چې له سېلاب ځپلو سره هر ډول مرستې ته چمتو دي.

د جاپان لومړي وزير، ولسمشر کرزي ته په رالېږل شوي پيغام کې ويلي، چې جاپان هېواد له دغو کورنيو سره د زيانمنو سيمو د بيارغونې په برخه کې هر ډول مرستې کولو ته چمتو دى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.