ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د ماين چاودنې ١٨ ملکي وګړي ټپيان کړل

author avatar
2 May 2014 - 11:11
author avatar
2 May 2014 - 11:11

مهترلام (پژواک،١٢ غويى٩٣): د لغمان په مرکز مهترلام کې د ټرافيک پوليسو په رنجر موټر کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله د درېيو ښځو په ګډون ١٨ تنه ټپيان شول.

 د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې په نهو بجو د مهترلام ښار په عصمت چوک کې رامنځته شوه.

دى وايي، چاودنه په داسې وخت کې رامنځته شوه چې د ټرافيک پوليسو يې موټر په ياده سيمه کې درولى و، خو پوليس په کې نه وو.

ځواک د دې چاودنې د ټپيانو شمېر ١٢ تنه وښود ، خو د لغمان د ولايتي روغتون مشر ډاکټر عطاء الله وايي چې دې روغتون ته  د يادې چاودنې ١٨ ټپيان وروړل شوي ، چې درې يې ښځې دي.

 هغه وويل ، چې ياد شوي کسان برسېرن ټپيان شوي دي.

 تر اوسه چا ددې چاودنې مسووليت پر غاړه نه دى اخستى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.