ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي:بدخشان  کې د ځمکې ښوییدو له امله  ۲۱۰۰ کسان مړه شوي

چارواکي:بدخشان کې د ځمکې ښوییدو له امله ۲۱۰۰ کسان مړه شوي

author avatar
2 May 2014 - 19:54
چارواکي:بدخشان  کې د ځمکې ښوییدو له امله  ۲۱۰۰ کسان مړه شوي
author avatar
2 May 2014 - 19:54

پنځم تعقیب-فيض آباد،(پژواک،١٢ غویی ۹٣): د بدخشان ولایت  مسوولین وایي چې د ځمکې ښوویېدو له امله ۲۵۰۰ کسان تر خاورو لاندې شوي او تر اوسه د ۲۱۰۰ کسانو مړینه تایید شوې ده.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن د غویي په ۱۲مه، دشپې ناوخته پژواک خبري اژانس ته وویل چې داپيښه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا یوه نیمه بجه رامنځته شوه.

هغه زیاته کړه، چې د ارګو ولسوالۍ د اب باریک په سیمه کې یوه تپه پر نږدې کلی چې پکې شاوخوا زر کورنۍ اوسیږي، ښویېدلی دی.

هغه زیاته کړه، چې د سیمې د اوسیدونکو او د سیمییزې انکشافي شورا دمعلوماتو له مخې تر اوسه په دې پيښه کې تر ۲۱۰۰زیات کسان مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا، د نږدې یوه بل کلي ۷۰۰ کورنۍ هم له ګواښ سره مخ دي او له سیمې څخه یې کډه کړې دي.

فروتن وویل چې د نږدې نورو کلیو اوسیدونکي د ژغورنې د عملیاتو لپاره راغلي دي او د مړو په راویستلو بوخت دي.

ددې ولایت د ولایتي شورا رییس عبدالواحد ‌طبیبي پژواک ته وویل چې په دې پيښه کې درې جوماتونه په داسې حال کې تر خاورو لاندې شوي، چې لسګونه کسان په لمونځ بوخت وو.

د بدخشان امنیه قوماندان لوى پاسوال فضل الدين عيار پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه تر درې ورځنيو بارانونو وروسته رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې ځایي اداره ددې امکانات نه لري چې دومره لویې پيښې سره مقابله وکړي.

امنیه قوماندان که څه هم دقیق ارقام نه لرل، خو زیاته یې کړه، چې سلګونه کسان په دې پيښه کې مړه شوي دي.

په کابل کې د سیمییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند تواب غورځنګ پژواک اژانس ته وویل د تېرو دریو ورځو راهیسې، په یاد ولایت کې د سختو اورښتونو له کبله، د دې ولایت د ارګوی ولسوالۍ په آب باریک کلي کې د غره ښوییدو، درې سوه کورونه لاندې کړي دي او دوه نیم زره تنه هېوادوال تر خاورو لاندې شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې په همدې کلي کې، اووه سوه نورې کورنۍ ، چې د بل غره د ښویېدو له خطر سره مخ وې، له خپلو کورونو نژدې سیمو ته کډه شوې دي.

د هغه په وینا، د دې اورښتونو له امله، د بدخشان او تخار لویه لاره هم بنده شوې او د خلکو تګ راتګ له سختو ستونزو سره مخ دی.

ولسمشر حامد کرزي پر دې پيښې خواشیني څرګنده کړه او یوه پلاوي ته یې دنده سپارلې چې به بیړني توګه بدخشان ولایت ته سفر وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې طبعي پيښې زیاتې شوي دي. په تیره یوه اونې کې د سیلابونو او د ډبرو سکرو کان کې د چاودنې له امله شاوخوا ۲۰۰ هیوادوال مړه شوي دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.