ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سوله راوستوکې د ښځو ونډه مهمه وبلل شوه

په سوله راوستوکې د ښځو ونډه مهمه وبلل شوه

author avatar
3 May 2014 - 15:43
په سوله راوستوکې د ښځو ونډه مهمه وبلل شوه
author avatar
3 May 2014 - 15:43

جلال اباد (پژواک ١٣ غويى ٩٣): په ختيځ  کې د ښځو فعالين وايي، چې د سولې په راوستو او د جګړې په پاى ته رسولو کې د ښځو ونډه تر بل هر چا مهمه ده.

دغه څرګندونې د غويي په ١٣مه د هغې غونډې په ترڅ کې وشوې چې د افغان ښځو شبکې له خوا جوړه شوې وه.

په ختيځ کې د افغانو ښځو شبکې مسوول خان اقا غرمل وويل چې نننۍ غونډه د بهرنيو چارو وزارت په مالي مرسته جوړه شوې، لسګونو ښځو او د مدني ټولنو فعالينو په کې ونډه اخيستې او موخه يې د جګړې په له منځه وړلو کې د ښځو ونډه ده.

هغه زياته کړه، چې ياده غونډه يې د ملګرو ملتونو د ١٣٦٥ پرېکړه ليک پر اساس چې له مخې يې ښځې بايد د سولې په راوستو کې ونډې اخيستنې ته وهڅول شي، جوړه کړې ده.

ده وويل، ښځې هغه قشر دى چې له سړو سره يو برابر د جګړې زيان مني، نو بايد دوى هم د سولې په راوستو کې ونډه واخلي.

د غرمل په وينا، په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به دوى پر هغو لارو چارو هم وغږېږي په کومو کې چې د سولې په برخه کې د ښځو اغېز مثبت وي.

په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشره صبرينه حميدي هم د ښځو ونډه د سولې په منځته راتګ کې مهمه بولي او وايي که چېرې ښځې په دې برخه کې په خپلو کورونو کې عامه پوهاوى وکړي نو لرې نه ده چې د جګړې د له منځه تلو په برخه کې مهم پرمختګ کېږي.

حميدي زياتوي: ((ښځه مور ده، ښځه خور ده او ښځه هغه څوک ده چې د هغې پلار په جګړه کې ښکېل دى، ورور يې جګړه کوي، که چېرې ښځه يې منعه کړي نو جګړه ختميږي.))

نوموړې پر ټولو ښځو غږ وکړ، خپل هغه خپلوان چې په جګړو کې بوخت دي او وسله يې را اخيستې بايد له جګړې يې وګرځوي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال هم د دې ډول غونډو په جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې ښځې هم د نارينه و په څېر د جګړې د قربانيانو يوه برخه ده.

نوموړي وويل: ((که خاوند وژل کېږي همدا ښځه يې ټول عمر غمونه تلي، که پلار وژل کېږي هم ښځه ژاړي.))

د هغه په وينا، که چېرې ښځو ته په دې برخه کې عامه پوهاوى وشي نو د سولې په منځته راتګ مثبت تاثير ښيندلى شي.

بلخوا د ننګرهار ولايتي شورا غړې انګېزه شينواري بيا دا ډول غونډې سمبوليکې ګڼي او زياتوي چې په داسې غونډو کې يوازې هغه ښځې ګډون کوي کومې چې په ښارونو کې ژوند کوي.

هغې پژواک ته وويل: ((دلته هغه ښځې راځي د کومو نږدې خپلوان چې ټول په دولت کې برخه لري او په ښارونو کې ژوند کوي، هغه ښځه چې په لرو پرتو سيمو کې ده هلته څوک نه ځي، ستونزه په لرو پرتو سيمو کې ده.))

نوموړې پر دولت او يو شمېر مدني ټولو  نيوکه کوي چې چارې يې سمبوليکې دي او د افغانستان د بهبود لپاره هېڅ کوټلى ګام نه پورته کوي.

ياده دې وي چې له دې وړاندې هم څو ځلې په ننګرهار کې د ښځو ونډه په سوله کې تر سرليک لاندې غونډې او سمينارونه شوي خو لا يې پايله نه ده څرګنده شوې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.