ميدانښار (پژواک ۱۴ غويى ۹۳): په ميدان وردګو کې د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندانۍ لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې والي عبدالمجيد خوږياڼي، ځايي ملکي او نظامي چارواکو برخه اخيستې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه ودانۍ د امريکا د متحدو ايالتونو د درې ميليونه ډالرو په مرسته په پنځه جريبه ځمکه کې په يوه کال کې جوړه شوې ده.
د نوموړي په وينا، دا ودانۍ په عصري او مجهزو وسايلو سمباله ده او د سرتېرو لپاره په کې هر ډول اسانتياوې شته.
د ميدان وردګو والي د پوليسو د ځانګړې قطعې د فعاليتونو ستاينه وکړه او له مسوولينو يې وغوښتل ، چې د دې قطعې لپاره نور تجهيزات او امکانات په واک کې ورکړي.
د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د ځانګړو قطعو عمومي قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل ، چې ميدان وردګ هم له هغو ولايتونو وشمېرل شو، چې د پوليسو ځانګړې قطعه يې خپله ودانۍ ولري.
ده زياته کړه، په دې ودانۍ کې يې د سرتېرو د ظرفيت لوړونې په موخه روزنيزه برخه هم لري او وخت په وخت به د کورنيو او بهرنيو استادانو له لوري په کې سرتېرو ته نوي تاکتيکونه او زده کړې ورکول کېږي.
د ميدان وردګو د امنيه قوماندانۍ سرپرست لطف الله زرياب وويل ، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به په دغه ولايت کې د پوليسو د ځانګړې قطعې هغه ستونزې، چې پخوا يې لرلې، په بشپړ ډول هوارې شي.
هغه زياته کړه، چې په ياده ودانۍ کې شاوخوا اته سوه سرتېري ځايېداى شي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن