ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“اوبه او ډوډۍ نه غواړو، د خپلو کورنيو مړي غواړو”

“اوبه او ډوډۍ نه غواړو، د خپلو کورنيو مړي غواړو”

author avatar
5 May 2014 - 20:31
“اوبه او ډوډۍ نه غواړو، د خپلو کورنيو مړي غواړو”
author avatar
5 May 2014 - 20:31

فيض اباد (پژواک ١٥ غويى ٩٣): دولت که څه هم د بدخشان د غميزې، د مړو د رايستو کار درولى دى، خو د قربانيانو د کورنيو غړي اوس هم د بېلچو او کولنګونو په وسيله د خاورو ډېرۍ راسپړي او په دې هيله دي، چې ګني د کورنۍ د غړو مړي به پيدا کړي.

د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په اب باريک سيمه کې د غر ښويېدنې له امله، ډېر شمېر هېوادول تر خاورو لاندې شول او پر دې سربېره له اووه سوو څخه ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

د بدخشان والي وويل، په دې طبيعې پېښه کې شاوخوا ٣ سوه کورنۍ تر خاورو لاندې شوي او ٢٥٠٠ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړى دى، خو د ارګو ولسوال، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره او يو شمېر نورې سرچينې، د دغې پېښې د قربانيانو شمېر له ٣٠٠ څخه تر ٥٠٠ کسانو پورې بولي.

ټول هغه سکواټرونه چې د سيمه ييزو چارواکو له لوري د دغې سيمې د کېندنې لپاره کارول کېدل، اوس يې کارونه درول شوي او مسوولينو يې ويلي، چې د مړو رايستل شوني نه لري.

خو د پژواک خبري اژانس خبريال، نن له غرمې وروسته د پېښې له سيمې راپور ورکړى، چې په دغې سيمه کې مېرمنې او سړي د بېلچو په وسيله د خاورو د ډېريو په راسپړلو بوخت دي او پر دولت کلکه نيوکه کوي، چې ولې يې د څلورو ورځو په تېرېدو سره د دوى مړي را ونه ايستل.

يوه ډله مېرمنې د ژړا په حال کې، چې بېلچې او نور کاري وسايل يې په لاسونو کې وو، د خورو د ډېريو په راسپړلو بوختې وې.

د قربانيانو د کورنۍ يوې غړې ٤٠ کلنې مرضيې په ډېرې غوسې سره وويل: “ورور مې تر خاورو لاندې دى، موږ اوبه او ډوډۍ نه غواړو، له دولته غواړو چې زموږ مړي پيدا کړي.”

د قربانيانو د کورنۍ يوه بل غړي ګل رحيم هم، چې په ياده پېښه کې يې د خپلې کورنۍ پنځه غړي له لاسه ورکړي او له نورو لسګونو سره په يوه بله برخه کې پر راسپړلو لګيا و، وويل چې دوى به تر خپله وسه پورې دغه خاورې لرې کړي، ترڅو د کورنۍ د غړو مړي پيدا کړي.

له هغه وروسته د سيمې خلک، د بدخشان له مرستيال والي ګل محمد بيدار څخه راچاپېره شول او نيوکه يې کوله، چې دولت ولې خپل کار درولى او ولې د دوى د کورنيو غړي نه راوباسي.

خو بيدار وويل، چې له سبا څخه به د پيسو په بدل کې ٤٠٠ کسان استخدام کړي، ترڅو په هغو ځايونو کې چې خاورې او خټې په کې کمې دي، د مړو د رايستلو لپاره هڅې وکړي.

د ويلو ده، چې د ولسمشر لومړي مرستيال يونس قانوني هم پرون مازيګر له يادې سيمې ليدنه کړې او ويلي يې دي، چې دغه غميزه ډېر اړخونه لري او ارګو کومه نښلوونکې لار هم نه لري، نو له همدې امله د مړو را ايستل ګران او د دولت له وړتيا پورته دى.

هغه ويلي، چې د ايساف له چارواکو سره يې هم اړيکه نيولې او هغوى ويلي، چې د دوى کاري وسايل ډېر درانه دي او د دې امکان نشته، چې د پېښې ځاى ته ولېږدول شي.

قانوني له خلکو سره ژمنه کړې، چې تر خپل وسه پورې به له دوى سره مرسته وکړي او دوى ته به د اوسېدو لپاره ځمکه ورکړي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.