ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارګو پر هديره د چارواکو “يادګاري عکس” غبرګونونه راپارولي

د ارګو پر هديره د چارواکو “يادګاري عکس” غبرګونونه راپارولي

author avatar
5 May 2014 - 12:57
د ارګو پر هديره د چارواکو “يادګاري عکس” غبرګونونه راپارولي
author avatar
5 May 2014 - 12:57

کابل (پژواک ١٥ غويى ٩٣): د ارګو پر ډله ييزه هديره د افغان چارواکو لپاره د فرش کړو سرو غاليو دمه ځاى او يادګاري تصوير د افغانانو غوسه راپارولې ده.

د بدخشان دې زيانمنې سيمې ته د مرستې لپاره د ورغلو چارواکو يادګاري انځور له تېرو دوو ورځو راهيسې په ټولنيزو شبکو کې خپرېږي او خلک يې په تړاو خپل نظرونه شريکوي.

په دغه تصوير کې مشارو وزير نعمت الله شهراني، د کرنې وزير محمداصف رحيمي، د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال، د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري او د ملي شورا بله غړې، چې ځينو کسانو په جرګه کې د بدخشان استازې معرفي کړې، يو ځاى ولاړ دي.

دغه چارواکي د حکومتي پلاوي هغه غړي دي، چې د ارګو د پېښې سيمې ته د مرستو رسولو لپاره لېږل شوى دى.

په ټولنيزو شبکو(فسبوک، ټوېټر) کې دغه تصوير د سلګونه کسانو پر پاڼو نشر شوى او غندنه يې شوې ده.

د افغانستان د مدني ټولنو د فدراسيون مشر منصور انصاري په خپله پاڼه کې د چارواکو پر دغه عمل خواشيني څرګنده کړې او هغه يې غندلى دى.

ده ليکلي: ((سلګونه وګړي تر ځمکې لاندې خاورې تنفسوي، په ټول هېواد، له کونړه تر بادغيسه ماتم ګډ دی، خو د ژغورنې دولتي پلاوى د خندا په حالت کې يادګاري تصويرونه اخلي. زموږ تور سرو او ماشومانو سرپناه له لاسه ورکړې، دوی ته سرې غالۍ هوارې شوې، چې بوټان يې ککړ نه شي. د افغانانو سترګې خپل حکومت ته دي، خو مرستيال ولسمشر يې وايي‌ ډنفورډ ته يې زنګ وواهه چې “کومک!”))

د وسيم سجاد په نوم د فېسبوک يو فعال پر خپله پاڼه په تبصره کې ليکلي: ((دا سرکاري سړي خواره بدخشان ته د ژغورنې لپاره تللي او په هغه ځای کې ولاړ دي، چې ترې لاندې يو عالم انسانان پراته دي، دوی په خندا او خوشالۍ عکسونه اخلي…))

د ننګرهار له نشه يي توکو سره د مبارزې پخواني رييس وکيل اټک هم په خپله فېسبوک پاڼه کې دغه عکس نشر کړى، چې لسګونو کسانو پرې خپل نظرونه ليکلي دي.

اټک ليکلي: ((دا ولس او دا يې چارواکي، يا الله نور په دې ولس رحم وکړې!))

ليکوال او ژورنالېست مولانا عبدالله محمودي له لوري دغه نشر شوي تصوير ته سلګونه کسانو په تبصره کې ((لعنت په داسې چارواکو)) جملې کارولې دي.

محمودي په خپله په دغه غبرګون ليکلي: ((د ارګو تر ځمکې لاندې قيامت دى خو د همدې ځمکې پر سر فوزيه کوفي او مريم جانه کوفي د کابينې له وزيرانو سره يادګاري عکسونه باسي.))

د فېسبوک يوه بل کاروونکي امين زاده په خپله پاڼه کې دغه عکس ته ليکلي: ((عالم په څه دى او ميرعلم په څه دى؟))

د نوموړي له خوا پر نشر شوي ياد عکس په تبصرو کې ډېرو فېسبوکيانو ياد دولتي چارواکي غندلي دي.

د نصرت الله او شفېع شريفي په نومونو دوو تنو د ټوېټر په خپلو پاڼو کې د دغه عکس په غبرګون کې ليکلي، چې د چارواکو په دې کار خپه شوي او دغه عمل په سختو ټکو غندي.

پر دې سربېره سلګونه کسانو د دغه عکس د نشر تر څنګ په دې تړاو خپل غبرګونونه په فېسبوګ او ټوېټر کې ليکلي او هغه يې غندلي دي.

د بدخشان په ارګو کې د جمعې په ورځ غرمه مهال د سختې ځمکښويېدنې له امله سلګونه کورنۍ تر خاورې لاندې شوې، چې له امله يې زيات شمېر ځايي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ولايتي چارواکي د دغو کسانو شمېر تر٢٥٠٠ تنو ښيي، چې په وينا يې ډېرى يې لا هم تر خاور لاندې دي.

د افغان چارواکو د دغه انځور په تړاو غبرګونونه په داسې حال کې دي، چې په بېلابېلو ولايتونو کې ولسي وګړو او مدني ټولنو د بدخشان د زيانمنو کورنيو لپاره د مرستو راټولولو لړۍ پيل کړې ده.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.