ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او پکتيکا کې ٣٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار او پکتيکا کې ٣٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
6 May 2014 - 10:37
ننګرهار او پکتيکا کې ٣٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
6 May 2014 - 10:37

جلال اباد-ښرنه (پژواک ١٦ غويى ٩٣): د ننګرهار او پکتيکا ولايتونو په بېلابېلو عملياتو کې ٣٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې په خوګياڼو ولسوالۍ کې د پوليسو د ځانګړو عملياتو په پايله کې ٢٤ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې ملي او سرحدي پوليسو او ملي اردو برخه اخيستې وه.‌

هغه زياته کړه، چې ګډو ځواکونو د خوګياڼو ولسوالۍ د سنګانۍ امنيتي پوستې ته اکمالات کول چې د بېرته راتګ پر مهال د وزيرو اړوند د سراج دوکانونو په سيمه کې پرې وسله والو بريد وکړ.

نوموړى وايي چې له بريد وروسته نښته رامنځته شوه او ورپسې چاڼيز عمليات پيل شول، چې په پايله کې يې ١٥ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

ده زياته کړه: ((په وژل شوو کې د قاري سراج، حشمت الله او ګرنېټ په نومونو د وسله والو طالبانو درې سرګروپان هم شامل دي.))

مشرقيوال وويل، چې نښته او عمليات تېره ورځ يوولس بجې پيل او د ماښام پر اوو بجو پاى ته رسېدلي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د خوګياڼو د روغتون امر ډاکتر نوراغا پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته د پېښې له سيمې درې ټپيان ور وړل شوي چې دوه ماشومان او يو سړى دى.

ده زياته کړه چې د ټولو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د دوى وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره  ورځ په خوګياڼو ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال دوه رنجر موټر ويجاړ او ١٦ پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه په دې نښته کې يواځې د خپلو دوو طالبانو ټپي کېدل تاييد کړل.  

نوموړي دغه راز وويل چې پرون په خوګياڼو ولسوالۍ کې ١٨ دولتي سرتېري ورسره يو ځاى شوي، خو دولتي سرچينو دا ادعا نه ده تاييد کړې.

 د يو بل خبر له مخې، نن سهار د دغه ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې دوې چاودنې شوې دي.

د شمس الدين په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې دا چاودنې نن سهار شاوخوا څلور بجې د کابل سيند پر غاړه د يوه کور مخې ته شوې دي.

امنيتي مسوولين وايي چې چاودنو د ياد کور دروازه او دېوالونه زيانمن کړي، خو کومه مرګ ژوبله نه لري.

بلخوا د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکي وايې چې د دغه ولايت په مرکز او ګومل ولسوالۍ د نښتو پر مهال د يوه قوماندان په ګډون اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک ته وويل، تېره ورځ ناوخته يوه ډله وسله والو غوښتل، د ښرنې اړوند د ملايانو په کلي کې له خلکو په يو اوبل نوم پيسې راټولې کړي، چې د پوليسو له مقاومت سره مخ شول.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې د سيف الله په نوم يو طالب قوماندان له خپل بل ملګري سره ووژل شو او يو تن ټپي شوى دى.

امنيه قوماندان دغه راز وويل، چې وسله والو پرون په ګومل ولسوالۍ کې د پوليسو پر ګزمې بريد کړى و، چې وروسته نښته رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ملاخېل په وينا، چې په يادو دواړو نښتو کې پوليسو ته يو شمېر وسلې هم په لاس ورغلې دي.

هغه وايې، په نښتو کې پوليسو او ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.