ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

هرات کې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
6 May 2014 - 12:03
هرات کې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
6 May 2014 - 12:03

هرات (پژواک ١٦ غويى ٩٣): د هرات چارواکي وايي، چې په اوبې ولسوالۍ کې يوې چاودنې ٣ پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د ياد ولايت د عامه  نظم ساتنې د شپږمې لوا قوماندان جنرال سيد باقر مرتضوي د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې١٠ بجې د اوبې ولسوالۍ د صدريې په سيمه کې د پوليسو پر يوه رينجر موټر د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه، چې په کې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

دى وايي، دغه پوليس په سيمه کې د ګزمې په حال کې وو، چې چاودنه پرې وشوه.

نوموړي وويل، چې له پېښې وروسته پوليسو په سيمه کې يو تن چې د غور ولايت اوسېدونکى دى د چاودنې د رامنځته کولو په تور نيولى دى.

د مرتضوي په وينا، له نيول شوي کس سره د ماين ريموټ او نور وسايل نيول شوي او اوس تر پوښتنو لاندې دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.