ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د اسيا غوره ليګ کرکټ سياليو اتل شو

افغانستان د اسيا غوره ليګ کرکټ سياليو اتل شو

author avatar
7 May 2014 - 14:39
افغانستان د اسيا غوره ليګ کرکټ سياليو اتل شو
author avatar
7 May 2014 - 14:39

کابل (پژواک ١٧ غويى ٩٣): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسيا غوره ليګ کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه.

د کرکټ دا يو ورځنۍ ٥٠ اووريزې سيالۍ د غويي په ١٠مه په ماليزيا کې د شپږو هېوادونو (ماليزيا، عمان، امارات، هانګ کانګ، نيپال او افغانستان) په ګډون پيل شوې وې.

افغانستان نن (د غويي ١٧مه) خپله وروستۍ لوبه له نيپال سره ترسره کړه. د دې لوبې پچه نيپال وګټله، خو لومړى يې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان د کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان د ملي لوبډلې له لوري نورعلي ځدراڼ او ځوان لوبغاړي عثمان غني يو ځل بيا ډېره ښه لوبه وکړه دواړو په ګډه د ملي لوبډلې لپاره ٩٨ منډې جوړې کړې.

د هغه په وينا، نورعلي ځدراڼ په ٤٣ او عثمان غني په ٥١ منډو وسوځېدل، ورپسې حشمت الله شهيدي هم ډېره ښه لوبه وکړه او ٥١ منډې يې جوړې کړې، دغه راز محمدنبي عيسى خېل ٣٤ او شفيق الله شفق ٢١ تېزې منډې جوړې کړې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ټاکل شوو ٥٠ اورونو په ٤٩ اورونو کې په ٢٦٢ منډو وسوځېده او نيپال ته يې د ٢٦٣ منډو هدف ورکړ.

د هوتک په وينا، د نيپال لوبډلې په ١٧ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ٥٢ منډې جوړې کړې وې، چې باران پيل شو، خو دوه ساعته وروسته لوبه بيا پيل شوه او لوبڅارانو نيپال ته په ١٥ اورونو کې د ١٨٠ منډو هدف ورکړ خو هغوى دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى.

د نيپال لوبډلې په ٣٢ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٨ منډې جوړې کړې او افغانستان دا لوبه د ١٠٨ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ څلور، ميرويس اشرف ٢، حمزه هوتک او محمدنبي يو يو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ ډېره په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د نيپال لومړني څلور پياوړي لوبغاړي يې وسوځول.

افغانستان تر دې مخکې په دغو سياليو کې هانګ کانګ، عمان، متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړې وه او له ماليزيا څخه يې ماتې خوړلې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ لوى رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود او اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد پر دې بريا د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله، د کرکټ مينه والو او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

د کرکټ د چارو يوه کارپوه ضراب شاه ظهير وايي چې دغه ځل په لوبډله کې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوى او دوى خپله وړتيا وښوده.

نوموړي په ځانګړې توګه د عثمان غني او حشمت الله شهيدي د لوبې ستاينه وکړه او ويې ويل چې دوى ښه روښانه راتلونکى لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، که چېرې د افغانستان کرکټ بورډ په راتلونکي کې هم ځوانو لوبغاړو ته زيات چانسونه ورکړي، نو ښې پايلې به ترلاسه کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.