ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ‘٢٤ مه’ ترسره کېږي

دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ‘٢٤ مه’ ترسره کېږي

کابل (پژواک ١٧ غويى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون غواړي د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې له ټاکلې مودې ‘١٧’ ورځې وروسته د غبرګولي ٢٤مه ترسره کړي.

که څه هم په رسمي توګه دويم پړاو ته د ټاکنو ورتګ نه دى اعلان شوى، خو د دې احتمال ډېر دى چې ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي.

د ټاکنو د زماني جدول له مخې، دويم پړاو ټاکنې بايد د غبرګولي په اومه نېټه ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون يوه چارواکي چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژنس ته وويل چې دوى د دويم پړاو ټاکنو لپاره د غبرګولي پر ٢٤مې هوکړه کړې ده.

دغه چارواکي په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وار له مخه د ټاکنو دويم پړاو ته د پوره چمتووالي خبره کړې ده.

پخوا تر دې د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياءالحق امرخېل پژواک ته ويلي وو، چې که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، نو دوى چمتو دي پر خپل وخت يې ترسره کړي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو د ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته په دوو اونيو کې ترسره کېږي، چې د لومړي دور دوه مخکښ کانديدان به په کې سيالي کوي.

ټاکل شوې د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې د روانې غويي مياشتې په ٢٤مه نېټه اعلان شي.

د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنيو پايلو له مخې، چې د غويي مياشتې په شپږمه نېټه اعلان شوې، د اتو کانديدانو له ډلې هېڅ يوه د برياليتوب لپاره اړينې ٥٠+١ سلنه رايې نه دې ترلاسه کړې.

ډاکټر عبدالله عبدالله د ٤٤،٩ او ډاکټر اشرف غني احمدزي د ٣١،٥ سلنه رايې اخيستې چې په دې توګه د ټاکنو د لومړي پړاو مخکښ کانديدان دي.

چارواکي وايي، دغه پايلې وروستۍ نه دي، کېداى شي د ټاکنيزو شکايتونو د څېړنو په پايله کې دا شمېرې بدلون ومومي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دا مهال د ټاکنيزو شکايتونو پر څېړلو بوخت دى او ټاکل شوې ده چې په اړه يې د راتلونکې شنبې په ورځ پرېکړه وکړي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته يې واستوي.

که د شکايتونو د کمېسيون له خوا په لومړنيو پايلو کې د پام وړ بدلون رانه شي نو دويم پړاو ته د ټاکنو تګ حتمي کېږي.

د ټاکنيز بهير لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د زماني جدول له مخې، دويم پړاو ټاکنې بايد د غبرګولي په اومه نېټه ترسره شي، خو دا چې د ١٧ ورځو ځنډولو لامل يې څه دى، دا به وروسته څرګنده شي.

په افغانستان کې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شوې، چې اتو تنو په کې د ولسمشرۍ څوکۍ او شاوخوا ٢٦٠٠ تنو د ولايتي شوراګانو لپاره سيالي وکړه.

دا په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو درېيم ځل ټاکنې وې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.