ترينکوټ (پژواک، ١٧ غويى ٩٣): په اروزګان ولايت کې د هغه ځانمرګي بريد د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وشوه، چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
شاوخوا دوه نيمې مياشتې مخکې (د کب ٦مه، ١٣٩٢) د ترينکوت ښار په يوه هوټل کې د ځانمرګي بريد له امله لس تنه ووژل شول او ٣٧ نور ژوبل شوي وو.
د دغې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره، د ولسمشر حامد کرزي د يوه ځانګړي فرمان له مخې د غويي په ١٧مه، مرستې وشوې.
د اروزګان والي امان الله تيموري، د دې مرستو د وېشلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته سل زره افغانۍ او هر ژوبل ته پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.
هغه زياته کړه، دغه مرستې له کابله د راغلي پلاوي په وړاندې د قربانيو پر کورنيو ووېشل شوې، چې ټولې وېشل شوې پيسې دوه ميليونه او اته سوه زره افغانۍ کېدې.
د جان محمد په نوم يو تن چې د کورنۍ غړي يې په دې پېښه کې ټپي شوي وو، پژواک اژانس ته وويل چې دوى له حکومت څخه مننه کوي، چې په دې سخت وخت کې يې له دوى سره مرسته وکړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن