کابل(پژواک١٨غويى٩٣): په افغانستان کې د ارپايي اتحاديي مشر وايي ، که د افغانستان ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو چمتو دي، چې د ټاکنو په برخه کې ماليي او تخنيکي مرستې وکړي .
دغه څرګندونې په کابل کې د ارپايي اتحاديي مشر فرانز ميشل ميلبن Franz-Michael Skjold Mellbin د ارپايي اتحاديي د جوړېدو د ورځې په نمانځغونډه کې وکړې .
اروپايي اتحاديه په ١٩٥٠ کې د ٦ هېوادونو په ګډون جوړه شوه او دمګړۍ ٢٨ هېوادونه د دې اتحاديې غړيتوب لري .
په ياده غونډه کې ميشل ميلبن وويل لکه څنګه ، چې ارپايي اتحاديې د افغانستان په لومړي پړاو ټاکنو کې ماليي او تخنيکي مرستې وکړې، که چيرې د افغانستان ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو دغه اتحاديه چمتو ده ، چې ماليي او تخنيکي مرستې وکړي .
هغه زياته کړه: ((تر اوسه معلومه نه ده، چې ټاکنې دوه پړاو ته ځي او کنه خو که چيرې ټاکنې دويم پړاو ته لاړ شي موږچمتو يو ،چې خپلې ژمنې تکرار کړو.))
د ميشل ميلبن په وينا ، که چيرې ټاکنې دويم پړاو ته لاړ شي په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د څارونکو د کار موده به هم وغځول شي .
په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦ مه ترسره شوې او لومړنۍ پايلې يې د غويي په ٦مه اعلان او ټاکل شوې،چې وروستۍ پايلې يې د غويي په ٢٤مه اعلان شي .
دا په داسې حال کې ده ،چې د لومړنيو پايلو د اعلان په ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر ويلي و، چې فکر نه کوي په لومړي دور ټاکنو کې کوم کانديد وکولاى شي پنځوس جمع يوه رايه پوره کړي او ولسمشر شي.
دغه راز د ارپايي اتحاديې مشر ميشل ميلبن وويل: ((موږ د اروپايي اتحاديې د رامنځته کېدو دغه ورځ دې ته ځانګړې کړې، چې له ماشومانو سره يې ونمانځو .))
هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې ماشومان د نورو په پرتله له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو اروپايي اتحاديه د افغانستان له ماشومانو سره د روغتيا او زده کړې په برخه کې مرستې کوي .
ده د افغانستان له راتلونکي ولسمشر څخه غوښتنه وکړه ، چې د ماشومانو روغتيا او زده کړې ته ډيره پاملرنه وکړي، ترڅو افغانستان روښانه راتلونکى ولري.
ميشل ميلبن وويل، چې اروپايي اتحاديه له افغان حکومت سره يوځاى د سولې د راوستو لپاره هلې ځلې کوي او يو با ثباته افغانستان غواړي .
په ياده غونډه کې د ماشومانو د ښوونې او روزنې مرکز يوې زده کونکې ١١کلنې مريم راسخ پژواک ته وويل، يواځنۍ لار سوله او امنيت دى،چې کولاى شي افغانستان د نړۍ د نورو پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودروي.
هغې زياته کړه : ((موږ د راتلونکي رييس جمهور نه غواړو ، چې موږ ته سوله راولي .))
د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې يواځې شاوخوا ٢ ميليونه ماشومان په ٢٢ ډوله سختو او درندو کارونو بوخت دي .
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن