پل علم (پژواک،١٨غويى٩٣):د لوګر چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ماين په يوه چاودنه کې د ملي اردو درې سرتېري ووژل شول.
د لوګر والي نيازمحمد اميري د غويي په ١٨ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن ١٢ بجې د پل علم اړوند د التمور په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ملي اردو پر يوه رينجر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.
اميري وايي، دا ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و او نور چاته په کې زيان نه دى رسيدلى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د ملي دفاع وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويل شوي ، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې ٤ سرتېري د ماين چاودنو په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن