پلخمري،باميان، فيض اباد (پژواک ١٨ غويى ٩٣): دا ځل د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې هم سېلابونه راوتلي او تر دې مهاله په بغلان ، باميان او بدخشان ولايتونو کې د سېلابونو له امله درې تنه مړه شوي او سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه سېلابونه تېر ماښام د سختو اورښتونو له امله راوتلي او د دغه ښار لومړۍ، دويمه، درېيمه، څلورمه او د بند دوه سيمه او د پلخمري ښار د سينما تر شا سيمې يې تر اوبو لاندې کړې دي.
د پژواک خبريال نن سهار له يادې سيمې راپور ورکړى، چې د سينما شاته سيمه کې د يوه کور د رالوېدو له امله يو پنځوس کلن سړى او يوه ٣٥ کلنه مېرمن وژل شوي او د دې امکان شته چې نوره مرګ ژوبله هم ولري، خو تر دې مهاله يې سروې نه ده شوې.
د سېلاب اوبه تر نيم متر اندازې پورې د خلکو کورونو ته ننوتلي، تر سلو زياتو کورونو ته يې زيان اړولى او ټول خلک له خپلو کورنو څخه د توکو په رايستلو باندې بوخت دي.
همدارنګه سلګونه نورې کورنۍ لوړو سيمو او د خپلو خپلوانو کورونو ته کډه شوې دي.
د پلخمري ښار يوه اوسېدونکي پيرمحمد وويل: ” زما کور په بشپړ ډول ويجاړ شوى او يواځې خپل ځان او بچيان مو راوېستلي دي.”
هغه زياته کړه، چې اوس له ښاره لرې د خپلوانو په کور کې اوسي او مرستې ته اړتيا لري.
د بغلان مرستيال والي عبدالقديم وايي، چې دغه وضعيت ژر نه شي کنټرول کېدلى، خو د هغو سيمو لپاره چې کورونه د سېلاب تر ګواښ لاندې دي، يو پلاوى ټاکل شوى، تر څو هغوى له دغو سيمو بهر کړي او له بې ځايه شويو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
سېلاب د کابل – شمال لويه لار هم زيانمنه کړې او پر دغه لاره موټر په سختۍ سره په يوه اړخيز ډول په ډېرو ستونزو سره تګ راتګ کوي، خو اوس د سړک يو اړخ د وسايلو په وسيله پاک شوى او موټر دواړه خواو ته روان دي.
بلخوا د باميانو ولايت په کهمرد ولسوالۍ کې هم د سېلابونو له امله يوې اتلس کلنې نجلۍ ژوند له لاسه ورکړى او دغه راز په کهمرد، سيغان، ورث ولسواليو او د باميانو په مرکز کې لسګونه کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
د باميانو ولايت له طبعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رييس محمدرضا رفعت وويل، چې تر دې مهاله د اوښتي زيان بشپړې شمېرې نه دي معلومې او دوى په پام کې لري، تر څو زيانمنو کورنيو ته لومړنۍ مرستې او توکي ورسوي.
د باميانو مر د ريکشا کلي يوه اوسېدونکي محمد اصف وويل، چې د دوى په کلي کې د سېلابونو له امله څلور کورونه ويجاړ شوي او پوليسو د يوه ښوونځي زده کوونکى له سېلاب ژغورلى دى.
هغه زياته کړه: ” موږ د غرو څنډو ته راغلي يو او دولت بايد له موږ سره مرستې وکړي.”
د باميانو مرستيال والي محمد اصف مبلغ وويل، چې نن به له دغو کورنيو سره د خېمو او خوراکي توکو مرستې وشي.
د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې هم تېره شپه د سېلابونو راوتلو له امله لسګونه کورونه زيانمن او د دغه ولايت مرکز فيض اباد ته تللې لاره تړل شوې ده.
د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وويل، چې د فوايد عامې رياست وسايط د دغې لارې د پرانسيتلو لپاره په کار بوخت دي.
هغه زياته کړه، چې دغو سېلابونو شپږو کليو ته زيان اړولى او همدارنګه يې د اوبو لګونې او کرنيزو ځمکو ته هم زيان اړولى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن