ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار او لغمان کې د شويو شکايتونو څېړنه بشپړه شوې

په ننګرهار او لغمان کې د شويو شکايتونو څېړنه بشپړه شوې

author avatar
8 May 2014 - 14:53
په ننګرهار او لغمان کې د شويو شکايتونو څېړنه بشپړه شوې
author avatar
8 May 2014 - 14:53

جلال اباد(پژواک ١٨ غويى٩٣): د ننګرهار او لغمان د ټاکنو د شکايتونو کمېسيونونو چارواکي وايي، چې د کانديدانو له خوا د شويو ګڼ شمېر شکايتونو څېړنې يې بشپړې کړې دي.

د ننګرهار د ټاکنو  شکاياتو د کمېسيون مشر ډاکټر عبدالودود افغان وايي، چې له دوى سره د ټاکنو له پيله شاوخوا ٨٨ شکايات ثبت شوي وو.

هغه زياته کړه ، چې له دې شکايتونو څخه يې يواځې درې شکايتونه مرکز ته استولي او نور يې ټول همدلته څېړلي دي.

نوموړي وويل، چې په ننګرهار کې د ولايتي شوراګانو شکايات د ګوتو په شمېر وو او يواځې  هغه شکايتونه چې ډېر زيات جدي وو مرکز ته يې د څېړنې لپاره استولي دي.

هغه زياته کړه: (( د ولايتي شورا ځينې شکايات ثبت شوي وو، خو هغه بيا دروغ وختل اوموږ يې ثبت کوونکي ته اخطاريه ورکړې ده.))

د ده په خبره، چې په ننګرهار کې ټولې چارې بشپړې شوي او يواځې درې شکايات وو، چې دوى مرکز ته د څېړنې لپاره استولي دي.

د ده په وينا، چې د دوى څېړنه وروستۍ نه ده او کېداى شي په مرکز کې بيا وڅېړل شي او پايلې يې  تغير وکړي.

دا چې دا درې شکايتونه په کومه سيمه او کوم مرکز کې شوي ، ډاکټر عبدالودود يې په اړه څه ونه ويل.

بلخوا د لغمان د ټاکنو شکايتونو د کمېسيون مشر محمد ايمل حقمل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دوى سره ټول ٦٤ شکايتونه ثب شوي وو،  چې ٢١ يې د الف کټګورۍ شکايات وو.

دى وايي ، چې د الف کټګورۍ شکايات يې څېړلي او مرکز ته يې استولي دي.

همداراز د نوموړي په خبره ، چې د ب کټګورۍ شکايات هم دوى څېړلي او يواځې د ج کټګورۍ ډېر کم شکايات پاتې دي، چې دا به هم پاى ته ورسيږي.

حقمل وويل ، چې په لغمان  ولايت کې د ولايتي شوراګانو پر پلوۍ د درغلۍ شکايات ډېر ثبت شوي، خو دوى لومړى د ولسمشرۍ او بيا يې د ولايتي شوراګانو شکايات څېړلي دي.

ياده دې وي ، چې د روان کال د وري په ١٦ مه په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.