کابل (پژواک ٢١ غويى ٩٣): په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونو د خپل يوه سرتېري د مړينې خبر ورکړى دى.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېري نن د افغانستان په شمال کې په يوه غير نظامي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
خو ايساف د پېښې کره ځاى او د مړه شوي سرتېري هويت نه دى په ډاګه کړى.
له دغه سرتېري سره په روان زېږديز کال کې د ايساف د وژل شوو سرتېرو شمېر ٣٠ ته ورسېد.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن