ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سالنګ سيند ته د لوېدلي موټر پنځه سپرلي ورک دي

سالنګ سيند ته د لوېدلي موټر پنځه سپرلي ورک دي

author avatar
11 May 2014 - 12:22
سالنګ سيند ته د لوېدلي موټر پنځه سپرلي ورک دي
author avatar
11 May 2014 - 12:22

دويم تعقيب – چاريکار(پژواک ٢١ غويى ٩٣): د سالنګ پر لويه لار د يوه مسافر وړونکي ٣٠٣ موټر د چپه کېدو او سيند ته د غورځېدو له امله دوه تنه مړه، ٢٣ ټپيان او پنځه نور ورک شوي دي.

دغه موټر تېره ورځ ماښام شاوخوا شپږ بجې له کندوز څخه د کابل پر لور روان و، چې د پروان د سالنګ ولسوالۍ په تاخمه سيمه کې له سړکه تر وتو وروسته “سالنګ سيند” ته ولوېد.

د سالنګ ولسوال محمدصابر احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى لاسته راوړنې څرګندوي، چې دغه موټر ٥٠ سپرلي لرل، چې له ډلې يې يوه ښځه او يو نارينه مړه شوي او ٢٣ نور ټپيان دي.

احمدي وويل، پوليس او خلک توانېدلي، چې د سپرليو له ډلې ٤٥ تنه، چې ٢٣ يې ټپيان دي وژغوري او د پېښې د دوو قربانيانو مړي له سيند څخه را وباسي، خو د پنځو ورکو سپرليو مړي لا هم نه دي موندل شوي.

هغه وويل، د امنيتي ځواکونو او خلکو له خوا د ورک شوو پنځو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د سالنګ ولسوال تېره ورځ د پېښې له رامنځته کېدو وروسته ويلي وو، چې اته ټپيان د سالنګ په کلينيک کې بستر شوي، خو پاتې نور يې د پروان مرکز چاريکارو کې ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پروان روغتون سرطبيب عبدالقاسم سنګين پژواک ته وويل، چې د دې پېښې ٢١ ټپيان دې روغتون ته ور وړل شوي وو، چې ١١ يې له درملنې وروسته رخصت شول او پاتې نور، چې ټپونه يې ژور وو، د خپلو خپلوانو له خوا کابل ته لېږدول شوي دي.

د پروان د ترافيکو مديريت د تنظيم امر محمديونس پردېس وايي، لومړنۍ څېړنې څرګندوي، چې دغه موټر د بې احتياطۍ او چټک تګ له امله اوښتى دى.

د سالنګ پر لويه لاره د نقليه وسايطو د تګ راتګ کچه، چې اصلي موخه يې د هېواد شمالي ولايتونو ته ځان رسول دي، زيات دى او هر وخت په کې خونړۍ پېښې رامنځته کېږي.

د چلوونکو بې احتياطي، د لارې تنګي، خرابوالى او د ترافيکي نښو نشتوالى پر دې لويه لاره د ترافيکو پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.