ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د غزني د ګيلان پر لويو لارو ماينونه خښ کړي

طالبانو د غزني د ګيلان پر لويو لارو ماينونه خښ کړي

author avatar
11 May 2014 - 11:54
طالبانو د غزني د ګيلان پر لويو لارو ماينونه خښ کړي
author avatar
11 May 2014 - 11:54

غزني (پژواک ٢١ غويى ٩٣): د غزني د ګيلان اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې طالبانو د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ماينونه خښ کړي دي.

ځايي چارواکي او اوسېدونکي وايي، طالبانو دغه ماينونه د يادې ولسوالۍ د پردل، ملاجانان، حسن کلا او سپن غونډۍ په سيمو کې له افغان پوځيانو سره تر دوه ورځنۍ وسله والې نښتې وروسته خښ کړي دي.

د ګيلان ولسوال محبوب الله سباوون د غويي٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو ماينونه د يادو سيمو په لويو لارو کې خښ کړي دي.

سباوون وويل: ((ماينونه د ډېرو سيمو په لارو کې خښ شوي، شمېر نه دى معلوم خو په تېرو دوو ورځو کې افغان پوځيانو٩٠ماينونه شنډ کړي دي.))

ولسوال وايي، که چېرې دغه ماينونه ونه ايستل شي ښايي د يادې ولسوالۍ ډېرى ملکي وګړي پرې ور برابر شي.

د ګيلان د حسن کلا سيمې يوه اوسېدونکي روح الله پژواک ته وويل، وسله والو په دې ولسوالۍ کې د افغان پوځيانو له عملياتو سره سم د پردل، ملا جانان، حسن کلا او سپين غونډۍ د سيمو په لارو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي.

روح الله وويل: ((خلک له وېرې پر لويو لارو تګ راتګ نه شي کولاى، ماينونه په لارو کې خښ دي. معلومه نه ده، چې څومره ماينونه يې خښ کړي؟، خو که شنډ نه شي خلکو ته به مرګ ژوبلې واړوي.))

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک ته وويل، چې تر اوسه يې په يادو سيمو کې لسګونه ماينونه شنډ کړي او د انجنيرۍ ټېمونو له خوا لا هم د ماينونو د پلټنې لړۍ روانه ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ومنله، چې د ګيلان ولسوالۍ په ځينو سيمو کې وسله والو طالبانو ماينونه ځاى پر ځاى کړي دي.

 ده وويل: ((طالبانو د ګيلان په يو شمېر سيمو کې ريموټي ماينونه خښ کړي او پر ملکي کسانو نه چوي.))

مجاهد وايي، چې ياد ماينونه د افغان امنيتي پوځيانو د نښه کولو په هدف ځاى پر ځاى شوي دي.

د ګيلان په څو سيمو کې له تېرې اونۍ راهيسې افغان پوځيانو چاڼيز عمليات پيل کړي وو، چې تېره چهارشنبې او پنجشنبې په کې وسله والې نښتې هم رامنځته شوې.

ځايي چارواکي ويلي، چې د دغو نښتو له امله ٣٠٠ ځايي کورنۍ بې ځايه شوې او د عملياتو او نښتو په ترڅ کې د ٣٢ پاکستانيانو په ګډون٨٦ وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي، طالبان اوس له سيمې تښتېدلي او په يادو سيمو کې پوځي چاڼيز عمليات پاى ته ورسېدل خو د ماين پاکولو لړۍ روانه ده.

بلخوا طالبانو د غويي په ٢١مه په خپره کړې اعلاميه کې ادعا کړې، چې په دغو نښتو کې يې لسګونه افغان پوځيان وژلي خو افغان امنيتي ادارو دا ادعاوې رد کړې دي.

په د ګيلان کې د ماينونو د خښوول له خبر سره هم مهال همدا نن د غزني په بله ولسوالۍ اندړو کې د ولسي وګړو پر موټر د ماين چاودنه وشوه ، چې په کې٢ تنه ووژل شول او ٥ ټپيان شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.