ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ” ګلف ” ملي لوبډله پاکستان ته روانه شوه

د ” ګلف ” ملي لوبډله پاکستان ته روانه شوه

author avatar
12 May 2014 - 13:54
د ” ګلف ” ملي لوبډله پاکستان ته روانه شوه
author avatar
12 May 2014 - 13:54

کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٣ ): د افغانستان د ” ګلف” ملي لوبډله د ګلف په نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه  پاکستان ته روانه شوه.

د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټۍ له خوا د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې  ګلف اماتور سيالۍ د غويي په ٢٣مه د سې شنبې په ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې پيل شي.

سرچينې زياته کړې، چې په دغو سياليو کې د ٢٠ هېوادونو ملي لوبډلې برخه اخلي او يوه اونۍ به ادامه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان له لوري درې لوبغاړي برخه اخلي، چې له يوه روزونکي سره لاهور ته تللي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.