ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې اوه پوليس په مرموز ډول  وژل شوي

هلمند کې اوه پوليس په مرموز ډول وژل شوي

author avatar
12 May 2014 - 11:10
هلمند کې اوه پوليس په مرموز ډول  وژل شوي
author avatar
12 May 2014 - 11:10

لښکرګاه (پژواک ۲۲ غويى ۹۳): په هلمند ولايت کې مسوولين وايي، چې اوه پوليس په خپله پوسته کې په مرموز ډول وژل شوي دي.

په سنګين ولسوالۍ کې دولتي سرچينې ، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ د ساروان کلا د کوټوزو په سيمه کې رامنځته  شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې تر اوسه د يادو اوو پوليسو د وژل کېدو انګېزه نه ده په ډاګه شوې، خو ويل کېږي، چې هغوى خپله پوسته کې په مرموز ډول وژل شوي دي.

دې دولتي سرچينې وويل ، چې دغه پوليس په خپله پوسته کې پر ډزو وژل شوي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

سرچينه زياتوي چې سيمې ته  يو ګډ دولتي پلاوى لېږل شوى او وروسته به د پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل په ډاګه شي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالاحد چوپان پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هم په سنګين ولسوالۍ کې د اوو کسانو له وژل کېدو خبر شوي دي، خو د هغوى معلومات دا دي، چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او يو ټپي دى.

د هغه په وينا، هلته نښته هم رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې يو شمېر وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سنګين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مرستيال حاجي غلام جان پژواک اژانس ته وويل ، چې   تېره شپه ناوخته د کوټوزو په سيمه کې نښته رامنځته شوې ده ، چې په ترڅ کې يې اوه ملي پوليس وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په ياده  پوسته کې نهه تنه وو، چې اوه ترې وژل شوي او دوه  نور پوليس له پوستې څخه  تللي دي.

ده زياته کړه: ((په وژل شوو کې  يو زما وراره و او دوه نور په سيمه کې د پوليسو د ماموريت د قوماندان وروڼه وو. ))

حاجي غلام جان ادعا وکړه، چې په سنګين ولسوالۍ کې نا امني ورځ تر بلې زياتېږي او لامل يې د ولسوالۍ د امنيه قوماندان حاجي ګلي خان بې پروايي ده.

د سنګين د ټولنيزې شورا يوه بل غړي محمد موسى پژواک ته وويل ، چې يادې پوستې ته دوه نوي پوليس معرفي شوي وو او کېداى شي همدوى له وسله والو طالبانو سره لاره لرله.

د هغه په وينا، چې دغه پوليس اوس نادرکه شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په هلمند ولايت کې په مرموز ډول د پوليسو د وژل کېدو ډېرې پېښې رامنځته شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.