ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو امنيتي پېښو کې ١٣ وسله وال وژل شوي

ځينو امنيتي پېښو کې ١٣ وسله وال وژل شوي

author avatar
12 May 2014 - 12:56
ځينو امنيتي پېښو کې ١٣ وسله وال وژل شوي
author avatar
12 May 2014 - 12:56

لښکرګاه-ميدانښار-مهترلام (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): چارواکي وايي، چې په هلمند، لغمان او ميدان وردګو ولايتونو کې د عملياتو او پېښو په ترڅ کې ١٣وسله وال، يو پوليس افسر وژل شوي او درې وسله وال نيول شوي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګروال محمد رسول ځاځي د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ له غرمې وروسته  د ناوې اړوند  په بولان سيمه کې د ملي اردو د سرتېرو او وسله والو ترمنځ جګړه شوې، چې په  ترڅ يې کې يې ٤ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړي زياته  کړه، په ګرشک ولسوالۍ کې هم تېره ورځ ناوخته  د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته  شوې، چې په کې درې وسله وال طالبان  وژل شوي دي.

د ده  په  وينا،  په دغو پېښو کې د ملي اردو سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې

بلخوا د لغمان ولايت  چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د چاڼيزو عملياتو او يوې چاودنې په ترڅ  کې څلور وسله وال وژل شوي او درې نيول شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ٢٢مه پژواک ته وويل، چې تېره شپه اته نيمې بجې د الينګار ولسوالۍ په سنګره سيمه کې درې وسله وال، چې د ماين پر جوړولو بوخت وو، د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

ځواک زياته کړه، چې په وژل شوو کې د وسله والو دوه مهم ډلمشران (جلات او انعام) هم شامل دي.

د نوموړي په وينا ، چې يادو کسانو  په سيمه کې ورانکار فعاليتونه ترسره کول او وخت ناوخت يې ماينونه هم ځاى پر ځاى کول.

ځواک زياتوي، چې بله خوا  تېر مازيګر د لغمان د بادپښ ولسوالۍ په شاګوليانو سيمه کې افغان کومانډويي ځواکونو چاڼېز عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال وژل شوى او ٣تنه نور يې نيولي دي.

نوموړي وويل، چې نيول شوي کسان کومانډويي ځواکونو له ځانه سره وړي دي.

دغه راز د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د يو طالب قوماندان په ګډون دوه تنه وسله وال  او يو پوليس افسر وژل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل،  تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ د حسن خېلو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

نوموړی زياتوي، د دې نښتې په ترڅ کې د طالبانو يو لوړپوړی قوماندان او يو وسله وال وژل شوي او په سيمه کې  وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

هغه وايي، د  نښتې په ترڅ کې د عامه نظم ساتنې د پوليسو يو افسر هم وژل شوی دی .

وسله والو طالبانو د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو د هلمند په نادعلي او ګرشک ولسواليو کې يې د څلورو افغان او درېيو بهرنيو پوځيانو د وژلو ادعا کړې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.