فراه ښار (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): د فراه په پشترود ولسوالۍ کې پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې دوه ملکي وګړي، چې پلار او زوى وو، وژل شوي دي.
د پشترود ولسوال غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوي کسان ملکي وګړي دي.
د ده په وينا، ياد کسان د دې ولسوالۍ د مساو کلي اوسېدونکي وو او غوښتل يې پر موټرسايکل فراه ښار ته ولاړ شي، چې نن سهار ٧ بجې د ياد کلي اړوند سيمه کې پرې د ماين چاودنه وشوه.
د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى، خو غوث الدين يې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي او وايي، چې تېره شپه په دې سيمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته هم شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
د پشترود په “چهارده” سيمه کې هم د غويي په ٣مه پر يو زرنج موټرسايکل د سړک غاړې ماين چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن