ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د معيوبينو کلنى معاش ٦٠ زرو افغانيو ته لوړ شوى

د معيوبينو کلنى معاش ٦٠ زرو افغانيو ته لوړ شوى

author avatar
13 May 2014 - 08:27
د معيوبينو کلنى معاش ٦٠ زرو افغانيو ته لوړ شوى
author avatar
13 May 2014 - 08:27

جلال اباد (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): په ننګرهار کې د شهيدانو وارثينو او معيوبينو ته د کلني معاش د لوړوالي تر څنګ يې د ورکړې په برخه کې اسانتياوې رامنځته شوې دي.

دغه مطلب د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس عبدالحکيم شېرزاد نن د يوې ځانګړې مرکې پژواک خبري اژانس ته وويل او زياته کړه چې پخوا به معلولينو او د شهيدانو وارثينو ته د کال ١٨ زره افغانۍ معاش ورکول کېده، خو اوس د پيسو ياده اندازه ٦٠ زره افغانيو ته لوړه شوې ده.

ده زياته کړه: ((له موږ سره شاوخوا ١٥ زره معيوبين او د شهداوو وارثين ثبت شوي، چې له پخوا څخه ورته موږ ربع وار معاشونه ورکوو.))

دى وايي چې معاش اخيستونکو د نيوکو پر اساس يې اوس له عزيزي بانک سره خبره کړې او په نږدې وخت کې به د معيوبينو معاشونه د بانک له لارې ورکړل شي.

د نوموړي په وينا، دا مهال له دوى سره شاوخوا ٤زره متقاعدين هم ثبت او راجستر دي ، چې هغوى هم د معاشاتو په اخيستو کې ستونزه لري.

نوموړي زياته کړه،  هڅه به وکړي په راتلونکي کې د ياد رياست ټولې چارې کمپيوټري شي او د کمپيوټر له لارې ثبت او راجستر هم صورت ونيسي.

بلخوا د ننګرهار يو شمېر معيوبين او د شهدا وارثين د دغه اقدام هرکلى کوي او وايي چې وروسته له دې به دوى وکولى شي، چې خپل معاش په ټاکلي وخت ترلاسه کړي.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى نعمت الله چې پر پښو شل دى پژواک اژانس ته وويل ، چې پخوا به دوى ته د ټول کال پيسې ورکول کېدې، چې هم کمې وې او هم پر ټاکلي وخت د دوى د درد نه دوا کېدې.

دى زياتوي، چې اوس که څه هم له يوې خوا د دوى پيسې زياتې شوې له بلې خوا به يې په بانک کې په خپل وخت ورکړي.

نعمت الله وويل: ((زموږ خو نور عايد نشته کله به مو پيسو ته ضرورت و، بيا به په انتظار وو، چې کله زموږ نوبت راځي.))

د جلال اباد ښار يوه بل متقاعد مامور احسان الله پژواک ته د کار او ټولنيزو چارو د رياست پر دغه اقدام خوښي وښوده او  ويې ويل ، چې که ياده کړنه عملي شي، نو د دوى ستونزې به له منځه لاړې شي.

دى وايي: ((که پيسې ډېرې وي او که کمې ، خو چې پر خپل وخت يې راکړي، په کار به مو راشي.))

ياده دې وي ، چې له دې وړاندې ټولو معيوبينو، د شهداو وارثينو او متقاعدينو ته په نوبت پيسې ورکول کېدې، چې په يو کال کې هر شخص ته يو ځل نوبت رسېده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.