ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنيزو شکايتونو څېړنې پاى ته ورسېدې

د ټاکنيزو شکايتونو څېړنې پاى ته ورسېدې

author avatar
13 May 2014 - 20:34
د ټاکنيزو شکايتونو څېړنې پاى ته ورسېدې
author avatar
13 May 2014 - 20:34

کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسيون ويلي، چې د ټاکنو د روانې لړۍ ټول شکايتونه يې څېړلي او پايلې به يې په راتلونکو څو ساعتونو کې د ټاکنو خپلواک کميسيون ته ولېږي.

د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسيون وياند او منشي نادر محسني، نن مازيګر ٦:١٥ بجې کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې، په دې اړه چې د دغو څېړنو په پايله کې څومره شمېر رايې باطلې شوې؟ معلومات وړاندې نه کړل او ويې ويل، چې د پايلو اعلان د ټاکنو د خپلواک کميسيون دنده ده.

د هغه په وينا، دوى ټول ثبت شوي ٩سوه شکايتونه څېړلي او د ټاکنو کميسيون به هم د شکايتونو کميسيون د پرېکړو له پلي کولو وروسته، خپله وروستۍ پايله اعلان کړي.

ټاکل شوې وه، د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د څېړنو پايلې د غويي مياشتې په ١٨مه د ټاکنو خپلواک کميسيون ته وسپاري، خو محسني وويل چې د شکايتونو د کچې لوړوالى، ډېر پام او شکايتونو ته په عادلانه ډول لاسرسى هغه څه وو، چې دغه بهير يې له يو څه ځنډ سره مخ کړ.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور، کابل کې نن په يوه خبري ناسته کې وويل، د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون که چېرې خپله پرېکړه ژر د ټاکنو خپلواک کميسيون ته وسپاري، نو هڅه به وکړي، چې د ټاکنو وروستۍ پايلې په خپله ټاکلې موده اعلان کړي.

د ټاکنو د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ نوماندانو وروستۍ پايلې سبا (د غويي ٢٤مه) اعلان شي، خو تر دې مهال څرګنده نه ده، چې د شکايتونو د څېړلو په پايله کې د ځنډ له امله به دغه پروسه د ټاکنون کميسون له لوري په خپل ټاکلي وخت اعلان شي او که نه.

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.