ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درملنې لپاره پاکستان ته تللى افغان د کراچۍ په زندان کې ومړ

د درملنې لپاره پاکستان ته تللى افغان د کراچۍ په زندان کې ومړ

author avatar
14 May 2014 - 16:28
د درملنې لپاره پاکستان ته تللى افغان د کراچۍ په زندان کې ومړ
author avatar
14 May 2014 - 16:28

 

کراچۍ (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): پاکستان ته د درملنې په موخه ورغلي افغان وګړي د دغه هېواد د کراچۍ ښار په زندان کې ساه ورکړې ده.

د بغلان ولايت دغه اوسېدونکى عبدالاحمد د سرطان ناروغي لرله او د پاکستان د کراچۍ ښار اغا خان روغتون ته د درملنې په موخه تللى و، خو د پوليسو له خوا تر نيولو وروسته له پايوازانو سره زندان ته واچول شو.

عبدالاحمد د فضل احمد زوى له خپلې وريندارې سيما او وراره عبدالبصير سره د تورخم له لارې پاکستان ته تللى و خو د سفر رسمي اسناد يې نه لرل، له همدې امله د روغتون پر ځاى زندان ته ولاړ.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د يوه پنډغالي قومي مشر حاجي عبدالله د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه افغان درملنه له اسماعيليه ډلې سره د تړاو له امله د اغاخان په روغتون کې وړيا کېده.

د هغه په وينا، دوى پخوا هم  په کراچۍ کې د اغا خان روغتون ته ورغلي وو، خو دغه ځل د روغتون پر ځاى پوليسو په زندان کې اچولى و.

حاجي عبدالله وايي، چې پوليسو د عبدالاحمد د سرطان د رنځ طبي اسناد هم رد کړل او د بهرنيو وګړو د قانون له مخې يې هغوى ته دوسيه جوړه کړه او زنداني يې کړ.

د هغه په وينا، دا دومره لوى جرم نه دى، له تېرو څو کلونو راهيسې لسګونه افغانان پاکستان ته له رسمي اسنادو پرته د درملنې او سوداګريزو کارونو په موخه تګ راتګ کوي.

حاجي عبدالله وايي، ياد افغان وګړى چې د سرطان سخته ناروغي يې لرله، د اغا خان روغتون په هلوځلو روغتون ته ولېږل شو، خو تر درملنې وروسته بېرته زنداني شو.

ده زياته کړه چې عبدالاحمد درې ورځې مخکې په زندان کې د سختې ناروغۍ له امله ساه ورکړې، خو وريندار او وراره يې اوس هم د سند ايالت په زندانونو کې بنديان دي.

د هغه په وينا، د دغه افغان مړى اوس په کراچۍ کې د ايدهي بنسـټ په مرده خانه کې پروت دى او د اغا روغتون پتېيلې، چې مړى به يې افغانستان ته ولېږدوي.

د بشري حقونو يو مدافع او د انصار برني په نوم د ټولنيزې ادارې مشر انصار برني پژواک اژانس ته وويل چې له يوې خوا پاکستان له افغانستان سره د ورورولۍ خبرې کوي او له بلې خوا يې بيا وګړي زندان کې اچوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په ځينو مواردو کې قانون ته بايد ونه کتل شي، د بشر په توګه څوک يو ناروغ په زندان کې نه اچوي.

ده زياته کړه، چې پوليس بايد له دې پېښې افغان کونسلګرۍ خبر کړې واى، څو هغوى يې په ضمانت خوشې کړى واى.

د اغا خان روغتون يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته ومنله چې ياد ناروغ افغان په زندان کې ساه ورکړې او اوس دوى هڅه کوي، چې جسد يې افغانستان ته ولېږدوي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.