کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې دوى ته د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د پرېکړو د نه را رسېدو له امله، د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې وځنډې.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور، نن له غرمې وروسته دوه بجې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د خپلې کړې ژمنې خلاف، د ټاکنو کمېسيون ته خپلې پرېکړې نه دې لېږلې.
هغه زياته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کارکوونکو پرون (سې شنبې) د ټاکنيزو شکايتونو د پرېکړو رالېږلو ته د شپې تر لسو بجو پورې انتظار ايستلى، تر څو د هغوى پرېکړې ترلاسه کړي او دوى يې له مخې وروستۍ پايلې اعلان کړي.
نور د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون وغوښتل، تر څو هر څه ژر خپلې پرېکړې د ټاکنو کمېسيون ته ولېږي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند ټينګار وکړ، چې دغه کمېسيون به هم د پرېکړو له ترلاسه کولو وروسته يوې مودې ته اړتيا ولري، تر څو له مخې يې وروستۍ پايلې اعلان شي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند نادر محسني پرون ماښام ويلي وو، چې د نوماندانو د شکايتونو د څېړلو پايلې به تر يوه ساعته پورې د ټاکنو کمېسيون ته ولېږي.
د محسني په وينا، دوى ټول ٩ سوه وړاندې شوي شکايتونه څېړلي، خو دى د باطلو او پاکو رايو د شمېر په اړه څه نه شي ويلى.
ټاکل شوې وه، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د خپلو ټولو څېړنو پايلې د غويي په ١٨مه نېټه د ټاکنو کمېسيون ته ولېږي، خو محسني ويلي چې د شکايتونو ډېروالى، په ټاکنو کې ډېر پام او د شکايتونو په عادلانه ډول څېړل هغه څه دي، چې دغه پروسه يې له يو څه ځنډ سره مخ کړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن