ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: د ټاکنو وروستۍ پايلې منو

author avatar
15 May 2014 - 20:29
author avatar
15 May 2014 - 20:29

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي د ټاکنو د وروستيو پايلو له اعلان څخه هرکلى کړى او وايي، چې دوهم پړاو ټاکنو ته چمتو دى.

اشرف غني احمدزي نن له غرمې وروسته درې نيمې بجې کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل، چې قانون ته درناوى لري او د ټاکنو کميسيون له لوري اعلان شوې پايلې ورته د منلو وړ دي.

هغه وويل، چې په دوهم پړاو ټاکنو کې ګډون کولو ته چمتو دى او خوښ دى، چې په راتلونکو ټاکنو کې هر څوک د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ياد نوماند وويل: “د ګواښ ژبه او هغه ژبه چې (د انتخابات د پايلو په غبرګون کې) وايي، چې د وينو ويالې به وبهېږي، نه منو؛ د ملت له ارادې ولې ډارېږ‌ى، که د ملت ارادې ته احترام لرئ، نو بيا ولې د ډار او ګواښ فضا رامنځ ته کوئ؟!”

احمدزي ټينګار وکړ، د هغه تر څنګ د جهادي څېرو شتون څرګندوي، چې د هغه ټاکنيز ټيم د افغانانو د برحق جهاد استازيتوب کوي.

د ټاکنو ياد مخکښ نوماند زياته کړه: “يوه رڼه لړۍ غواړو، چې پايلې يې مشروع او ټولو ته د منلو وړ وي.”

د بدلون او تداوم ټيم مشر څرګنده کړه، چې د ټاکنو دوهم پړاو ته په تلو سره يو لړ اقداماتو ته اړتيا ليدل کېږي او بايد تر سره شي.

هغه وويل، چې ټاکنيزو کميسيونونو په درغلۍ کې يو شمېر تورنو کارکوونکو ته جزا ورکول او زنداني کول، د يو شمېر واليانو او قوماندانانو د دندو ځنډول، هغه څه دي، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې يې درغلۍ کړې او بايد خپله سزا وويني.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره، چې ګواکې په دوهم پړاو ټاکنو کې د صندوقونو په سر د امنيتي ځواکونو درول، په ټاکنو کې د لاسوهنې په معنا دي، له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د تېر په څېر خپله بې پلوي وساتي او خپل بې پلويتوب د حکومت پر بې پلوۍ بدل کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د ورستيو پايلو له مخې، چې نن د ټاکنو کميسيون د مشر محمد يوسف نورستاني له لوري اعلان شوې، کوم نوماند ٥٠+١ سلنه رايه نه ده ترلاسه کړې او له همدې ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې.

هغه وويل، چې د دغو پايلو له مخې، عبدالله ٤٥ سلنه او اشرف غني احمدزي ٣١،٦ سلنه رايه تر لاسه کړې ده.

د ټاکنو دوو کورنيو څارونکو بنسټونو فيفا او تيفا او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) د وروستيو پايلو له اعلان څخه هرکلى کړى دى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.