هرات ښار (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): د هرات ولايت په دوو بېلابېلو امنيتي پېښو کې دوولسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت امنيتي مسوولين وايي چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې په اوبې ولسوالۍ کې چاودنه شوې ده.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اوبې ولسوالۍ بازار ته نږدې ياده چاودنه د موټرسايکل بم په وسيله رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې اوه ملکي وګړي چې بازار ته د سودا اخيستو په موخه راغلي، ټپيان شوي دي.
احمدي د دې چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله او ويې ويل چې ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ ناوخته د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د يوه بريد په ترڅ کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې د وسله والو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ د خلکو پر کور لګېدلې چې له امله يې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.
د احمدي په وينا، چې وژل شوي ښځې دي او په ټپيانو کې دوه ماشومان او يوه ښځه شامل دي.
دى وايي، چې د دې مرمۍ ويشتونکى وسله وال نيول شوى او اوس تر پوښتنو لاندې دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ولي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن