ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: د ارګو له زيانمنو شويو کورنيو سره د افغانانو مرستو د افغانستان قوت وښوده

author avatar
15 May 2014 - 20:17
author avatar
15 May 2014 - 20:17

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): ولسمشر کرزي له شتمنو او هېوادوالو او سوداګرو غوښتي، چې د بدخشان ولسوالۍ د ارګو له خلکو سره لا زياتې مرستې وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په خپلې پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا کې کړې دې.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په دې وينا کې له خپلو هېوادوالو غوښتي، چې د بدخشان ارګو د پېښې له زيانمنو کورنيو سره لا زياتې مرستې وکړي.

د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د اب باريک په سيمه کې د رواني غويي مياشتې په ١٢مه نېټه يوه تپه پر کلي راښويېدلې وه، چې له امله يې سلګونه کسان او کورونه په کې تر خاورو لاندې شول.

ولسمشر څرګنده کړې، چې دا ډول طبيعي پېښې او افات هرکله او هرځاى واقع کېږي، خو که موسسات او ولس پر خپل وخت د مصيبت ځپلو مرستې ته ځانونه و رسوي، نو د پېښې د زيانونو د ابعادو د پراخېدو مخه نيول کېږي، په بشري او عاطفي لحاظ يې هم د مصيبت ځپلو پر روحيه اثر ډېر مثبت وي.

هغه زياته کړې، موږ وليدل چې د بدخشان د ارګو په پېښه کې د حکومتي او خيريه موسساتو ترڅنګ د هېواد له بېلابېلو برخو څخه، زموږ خلکو د خپلو بدخشي هېوادوالو مرستې ته ځانونه و رسول او د افغان ولس د اتحاد، اتفاق او يو له بل سره د مرستې د پياوړې روحيې ښکارندويي يې وکړه.

نوموړي هيله ښودلې، چې الله تعالى دې زموږ د ولسونو ترمنځ د يووالي او مرستې رسنې دا احساس تل پياوړى لري.

ولسمشر وايي: “دې احساس د افغانستان قوت وښود. د ارګو خلکو هم د افغانستان د خلکو د دې مرستې او همدردۍ يادونه له ما سره وکړه.”

د هغه په وينا، که څه هم د هېواد له ګوټ ګوټ څخه هېوادوالو د ارګو د پېښې له زيانمنو کورنيو سره خپلې مرستې وکړې، خو زه يو ځل بيا پر خپلو شتمنو هېوادوالو، ملي سوداګرو او د شرکتونو پر خاوندانو غږ کوم، چې له خپل توان سره سم، د ارګو له خلکو سره لا زياتې مرستې وکړي، څو ژر تر ژره دغو خلکو ته ښوونځى، کلينيک او نور حياتي ضروريات او اسانتياوې چمتو کړاى شو او له دې لارې موږ د خپلو خلکو د غم او درد په لږولو کې ورسره شريک شو.

ولسمشر کرزي په خپلې راډيويي وينا کې د دغې غمجنې پېښې له امله يو ځل بيا ټولو هېوادوالو او په تېره مصيبت ځپلو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.