غزني (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): د غزني چارواکي وايي، چې د عملياتو او ځينو امنيتي پېښو په ترڅ کې د پنځو ماين خښوونکي په ګډون ١٨ وسله وال وژل شوي دي.
د ياد ولايت د والي وياند شفيق الله ننګ د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د ده يک ولسوالۍ د”اډې” په سيمه کې پنځه ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
ننګ وايي، ماين خښوونکو غوښتل، په ياده سيمه کې د سړک غاړې ماين ځاى پر ځاى کړي، چې چاودنه پرې رامنځته شوې ده.
بلخوا د والي وياند زياته کړه، تېر شپه د اندړو ولسوالۍ د “عليزو” په سيمه کې د بهرنيو پوځيانو په هوايي بريد کې د پنځو پاکستانيانو په ګډون ١١ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ننګ وايي، دغو وسله والو په سيمه کې د ورانکاره کړنو د ترسره کولو هوډ درلود.
ايساف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په ورته مهال په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک ته وويل، چې تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د “ناني” په سيمه کې د ملي اردو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
سلطاني وايي، په دې نښته کې٢ طالبان وژل شوي او ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو او عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن