ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ٦٥ ټنه تاريخ تېر درمل وسوځول شول

author avatar
17 May 2014 - 19:04
author avatar
17 May 2014 - 19:04

 کندهار ( پژواک، ٢٧ غويى ٩٣ ) : د کندهار د عامې روغتيا رياست له خوا ٦٥ ټنه تاريخ تېر درمل وسوځول شول .

 د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د غويي په ٢٧مه، ددغو توکو د سوځولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه درمل د تېرو دوو مياشتو په اوږدو کې د کندهار له بېلابېلو درمل پلورنځيو او شرکتونو څخه راټول شوي دي.

 هغه زياته کړه، په راټولو شوو درملو کې د ډېرو يې يا تاريخ تېر شوى و او يا هم له لويه سره بې کيفيته او زيان اړوونکي وو.

د ده په وينا، دغه ٦٥ ټنه راټول شوي درمل چې نن وسوځول شول، څه باندې درې نيم ميليون  افغانۍ ازرښت لري.

 پخلا وويل، په وار وار يې په کندهار کې د درملو واردوونکو او نورو ته ويلي ، چې هېواد ته دې داسې درمل نه واردوي، چې وخت يې لږ پاتې وي او يا هم بې کيفيته وي.

 دى وايي، تر اندازې زيات درمل راواردول، د درملو د کمپنيو تر منځ ناسمه سيالي، په قاچاقي ډول د درملو راوړل او نور هغه مسايل دي ، چې دغه ستونزه يې جوړه کړې ده.

 د کندهار ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، ډېرى د درملو سوداګر د ناراجستر شوو کمپنيو درمل راواردوي او دغه راز دې ته نه ګوري ، چې دغلته کوم ډول درملو ته لږ او کوم ډول ته يې ډېره اړتيا ده، چې په پايله کې يې وخت تېرېږي.

 د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي محمد زمان پژواک اژانس ته وويل ، چې د عامې روغتيا رياست دې يواځې د درملو په راټولولو او سوځولو بسنه نه کوي، بلکې هغه کسان دې هم نغدي جريمه کړي، چې بې کيفيته درمل واردوي او يا يې تاريخ تېر درمل ايښي وي.

 هغه زياته کړه ، ځينې سوداګر ډېر درمل راواردوي چې کله يې وخت تېر شي، نو بيا يې هم پلوري، چې دا د خلکو له ژوند سره د لوبو مانا لري.

 خو د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې په دې برخه کې خپل مسووليت تر سره کوي او هڅه کوي يواځې د راجستر شوو کمپينو درمل افغانستان ته راپرېږدي او د نورو مخه ونيسي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.