ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د پاکستان د بريدونو په اړه اړين ګامونه پورته کړي”

“حکومت دې د پاکستان د بريدونو په اړه اړين ګامونه پورته کړي”

author avatar
18 May 2014 - 15:49
“حکومت دې د پاکستان د بريدونو په اړه اړين ګامونه پورته کړي”
author avatar
18 May 2014 - 15:49

کابل (پژواک ٢٨ غويى ٩٣): د مشرانو جرګې غړي له حکومته غواړي، چې د پاکستان د بريدونو په اړه اړين اقدامات وکړي او وايي، دوى هم چمتو دي چې د خپلو وسله والو ځواکونو ترڅنګ له هېواده دفاع وکړي.

پاکستان له درېيو کلونو راهيسې په وقفه يي ډول د افغانستان پر سرحدي سيمو په تېره بيا کونړ راکټي بريدونه کوي او ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.

دغه بريدونه په تېرو څو ورځو کې بيا ترسره شوي دي.

دغه راز د غويي په ٢٥مه د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ډيورنډ پولې ته څېرمه د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې له امله يې يو افغان سرتېرى ټپي شوى دى.

دغه نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، چې پاکستان غوښتل له صفري نقطې سره تاسيسات جوړ کړي، خو د افغان ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه.

په مشرانو جرګه کې د دايکنډي استازى علي اکبري جمشيدي نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې ياد بريدونه ياد کړل او ويې ويل، چې د افغانستان حکومت او په سر کې د بهرنيو چارو وزارت دنده لري، چې د يادو بريدونو د مخنيوي لپاره اړين اقدامات وکړي.

د ده په وينا، په دې اړه بايد د افغانستان حکومت چوپه خوله پاتې نه شي، ځکه چې که په اړه يې اقدامات ونه شي نو دغه ستونزه به ډېره لويه شي.

په ياده جرګه کې د زابل استازى محمد داود اساس وايي، چې د افغانستان د حکومت ترڅنګ، نړيواله ټولنه هم دنده لري، چې پاکستان پر افغانستان له بريدونو منع کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ خپله ډېرو ستونزو کې راګير يو او پاکستان هم بې شرمانه بريدونه پيل کړي دي.))

په ياده جرګه کې د کندهار استازى بسم الله افغانمل هم وايي ، چې حکومت دې په اړه جدي اقدام وکړي او زياتوي: ((که حکومت دا کار نه کوي، موږ حاضر يو چې يو ځل بيا شهامت وکړو او له خپلې خاورې دفاع وکړو.))

په ياده جرګه کې د ننګرهار استازى لطف الله بابا وايي، چې د پاکستان د بريدونو د مخنيوي لپاره بايد افغان ملي ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال شي ، تر څو له خپلې خاورې په کلکه دفاع وکړي.

هغه د پاکستان د بريدونو په برخه کې د حکومت پر چوپتيا نيوکه وکړه او زياته يي کړه: ((د پنجابي مزدورو ملېشو مخه بايد ونيول شي.))

د مشرانو جرګې ځينو نورو غړو هم ورته څرګندونې درلودې.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم وويل، چې حکومت بايد د پاکستان د بريدونو پر وړاندې چوپتيا غوره نه کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ د ډيورند کرغېړنه کرښه نه منو، زموږ امنيتي ځواکونه دنده لري، چې د دې کرښې دې خوا او هغه خوا د ټولو افغانانو د امنيت د تامين لپاره هڅې وکړي.))

د مسلميار په وينا، د اړتيا په صورت کې د مشرانو جرګې غړي حاضر دي، چې د خپلو وسله والو ځواکونو ترڅنګ په ګډه له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.

د مشرانو جرګې غړي په داسې حال کې نيوکه کوي، چې ټاکل شوې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې تر سرحدي شخړې وروسته د افغانستان، پاکستان او ناټو ځواکونو ګډه درې اړخيزه امنيتي غونډه د غويي په ٢٩مه په کابل کې جوړه شي.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال ظاهر عظيمي نن ويلي، چې په دې غونډه کې به د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحل شريف،د ناټو لوى قوماندان او د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز او نور پوځي چارواکي ګډون وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.